د غونډې ګډونوالو د اګست پر دویمه ماښام مشال راډیو ته وویل، دوی د اګست پر لومړۍ نېټه په ټانک کې د جنوبي وزیرستان د انتظامیې په دفتر کې پرېکړه وکړه چې د اګست پر شپږمه به د مسیدو په کلیو کې د ناامنیو د پېښو په اړه جرګه کوي.
تر غونډې وروسته د مشرانو یوه پلاوي د جنوبي وزیرستان له مرستیال کمېشنر نایب خان داوړ سره ولیدل او له هغه سره یې اندېښنې شریکې کړې.
د مسیدو مشرانو زیاته کړه چې دوی تر کلونو کډوالۍ وروسته خپلو کلیو ته ستانه شول خو د هدفي وژنو او حملو له کبله بیا کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د اګست د دویمې دا غونډه پر داسې مهال شوې چې دوه اوونۍ مخکې وسله والو یو ۱۶ کلن زده کوونکی عبدالکلام د کور دننه وواژه.
چارواکي وايي، په سیمه کې د امنیتي حالاتو ښه کولو هڅې کوي خو پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د هدفي وژنو او بدامنیو مخه دې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ خپل احتجاج ته دوام ورکړی دی او د اګست پر ۱۲مه یې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې ولسي غونډه رابللې ده.