د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لومړي ځل يو کیلاشی صوبايي اسمبلۍ ته ځي


وزير زاده
وزير زاده

د ۲۰۱۸ کال په انتخاباتو کې په لومړي ځل له خېبر پښتونخوا چترال ضلعې کېلاش سیمې یو تن په صوبایي اسمبلۍ کې د اقلیتونو په خصوصي چوکۍ شامل شوی دی.

وزیر زاده د کېلاشیانو د حقونو مبارز دی. هغه د پاکستان تحریک انصاف غړی دی. مشال راډیو سره په خبرو کې ۳۴ کلن وزیرزاده وویل چې په لومړي ځل د کېلاش اقلیتي ټولنې څخه صوبایي اسمبلۍ ته په تلو ډېر خوشاله دی. د ده په وینا چې کېلاشیانو ته شناخت ورکولو په اړه به په صوبایي اسمبلۍ کې خپل اواز پورته کوي.

هغه زياته کړه: ((پاکستان کې چې څومره هم مذهبونه دي په هغو کې د کېلاش نوم نه وو او دا یې په نورو يا (Other) کې اچولې وو چې مطلب یې شو نامالوم خلک. کېلاشيان پخواني خلک دي او د کلونو راهیسې په دې سیمه کې اوسیږي نو دوی ته شناخت ورکول به زما لومړیتوب وي. د دې لپاره به صوبایي اسمبلۍ کې یو قرارداد راولم او هغه به وفاق ته هم لیږو او دا ترمیم به کوو چې کېلاش هندو، سک، پارسي او بایي نه دې بلکې دا ځانله یوه ټولنه ده چې خپل مذهب او ثقافت لري.))

وزیر زاده له پېښور پوهنتونه په سیاسیاتو کې ماسټرز ډيګري اخیستې او له ۲۰۰۸ کال راهیسې په تحريک انصاف کې دی. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اقلیتونو استازي په حېث به د ټولو اقلیتونو پرمختیا لپاره کار کوي.

د کېلاش اقلیتي ټولنې کلتور زرګونو کاله پخوانی ګڼل کېږي. د کېلاشیانو شمېر شاه خوا څلور زره دې خو په کاغذونو کې د دوی شناخت د بد مت منونکو او یا د نورو په درجه بندۍ کې اچوي چې دوی پرې خوشاله نه دي.

د کېلاش ټولنې د حقونو یو مبارز او خبریال لوک رحمت وایي د دوی ولس د وزیر زاده په ټاکنې خوشالي کړې ده او تمه لري چې خپلو خلکو ته کار وکړي.

XS
SM
MD
LG