د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د اداري کمپلیکس چاپیریال به شین او په پارکونو بدل شي


د خوست اداري کمپليکس يوه برخه
د خوست اداري کمپليکس يوه برخه

د خوست چارواکي وايي، ځايي اداره پدې هڅه کې ده چې د اداري کمپلیکس چاپیریال چې اوسمهال تر ډېره شاړ او تش ډاګ دی، په چمنونو او زینتي ونو سمسور کړي او تفریحي پارکونه په کې ورغوي.

چارواکي وايي، مامورین هغه مهال کولی شي، خپلې دندې په ښه ډول ترسره او خلکو ته وړ خدمتونه وړاندې کړي، چې د کار یو ښه او مناسب چاپیریال ولري.

د خوست اداري کمپلیکس چې دا مهال نږدې ټولو ملکي حکومتي ادارو ته په کې ودانۍ جوړې شوي، په ۱۴۹ جریبه ځمکه کې اباد شوی او له ټولې سیمې يې چاردیوالي راتاو ده.

نن د پنجشنبې په ورځ خوست والي حکم خان حبیبي د اداري کمپلیکس په یوه برخه کې د نوي تفریحي پارک د پرانیستې پر مهال مشال راډيو ته وویل، چې د اداري کمپلیکس د رغونې او سمسورولو لپاره نقشې ډیزاین او د پروژې په ډول ترتیب شوي او د منظورۍ په خاطر يې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د اداري کمپلیکس د رغولو لپاره به ډېر ژر بودیجه منظوره او چاپیریال به يې په شنو ساحو ، پارکونو او نورو اړینو ملحقاتو سمبال کړي.

د ده په وینا، چې د اداري کمپلیکس په یوه برخه کې جوړ شوی پارک او شنه ساحه د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د ټېنګښت پروګرام له بودجې څخه جوړه شوې ده.

حکم خان حبيبي د کمپليکس افتتاح کوي
حکم خان حبيبي د کمپليکس افتتاح کوي

حبیبي وویل: ((د ښار او کور جوړونې وزارت د ثبات د ټېنګښت د برنامې په چوکاټ کې د څه باندې۶۶لکه افغانیو په لګښت باندې دلته د سرسبزی او د مراجعینو د سیوري لپاره یوه پروژه وه، چې د یو کال په موده کې بشپړه شوه، باور لرم چې د دې پارک په جوړیدو سره به کمپلیکس ته د راغلو مراجعینو ستونزه حل شي.))

مدني فعال سلطان محمود خیرخواه وايي، اداري کمپلیکس ډېر ښه موقعیت لري، خو اوس په شاړو ځمکو کې حکومتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوي، خو خوند يې ځکه نشه چې چاپیریال يې سپیره او له هرزه ګیاوو ډک دی.

​دی وايي، تر څو چې چاپیریال سمسور او ودان نشي، دا ځای هغه مناسب خوند او رنګ نشي پیداکولی.

د خوست اداري کمپليکس دننه برخه
د خوست اداري کمپليکس دننه برخه

د خوست د ښار او کور جوړولو رییس ابراهیم الله ولیزي وویل، چې په اساسي ډول يې د اداري کمپلیکس رغول په پام کې دي او دې لپاره ورسره د کافي بودیجې د منظورۍ ژمنه شوې ده.

د یادونې وړ ده، څو میاشتې وړاندې د ښار او کور جوړولو وزارت د ثبات د ټېنګښت برنامې لخوا د خوست په اداري کمپلیکس کې د جرګو دوه پوړیز تالار هم چې د اته سوه کسانو د ځاییدو ظرفیت لري، جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی وو.

XS
SM
MD
LG