د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې د ۳ بهرنیانو مړي موندل شوي


د کابل يوه برخه
د کابل يوه برخه

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، هغه درې تنه بهرنیان چې د کابل ښار له ډیسپچیلي سیمې ورک شوي وو، مړي یې په موسهي ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل چې که څه هم دا معلومه نه ده چې یاد درې بهرنیان څنګه د نهمې حوزې اړوند د صنعتي پارکونو له سیمې برمته شوي وو؟ خو وايي چې مړي یې نن (پنجشنبه) له غرمې وروسته موندل شوي دي.

د رحیمي په خبره یاد وژل شوي بهرنیان د هند، مالیزیا او مقدونیا هېوادونو اتباع دي چې د سویډیکس په نوم کمپنۍ کې یې کار کاوه.

نصرت رحیمي وايي، یاد کسان د تفنګچې په ډزو وژل شوي دي، خو لا هم پېښه تر څېړنې لاندې ده.

XS
SM
MD
LG