د لاسرسي ځای

تازه خبر

جوزجان: تسلیم شوي داعش وسله وال به د بشر ضد جنایاتو په تور محاکمه شي


تسلیم شوي داعش وسله وال.
تسلیم شوي داعش وسله وال.

د افغانستان په جوزجان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې دولتي ځواکونه ته به تسلیم شوي داعش وسله وال د بشر ضد جنایاتو د ترسره کولو په تور د مقدمې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

د جوزجان ولایت د امنیې قومندان فقیر محمد جوزجانی د اګست په دوهمه ازاۍ راډيو ته ويلي چې په تېرو دوه وروځو کې په دغه ولايت کې نيزدي ۲۵۰ داعش وسله وال امنيتي ځواکونه ته تسلیم شوي دي، چې پکې د هغوی ۱۲ مهم قومندانان هم شامل دي.

جوزجاني وویل چې داعش ډلې د شمال په ګچه د جوزجان له درزاب ولسوالۍ څخه فعالیت کاوه او مولوي حبیب الرحمن یې مشري کوله. دا کسان د طالبانو سره تر جګړو وروسته حکومت ته تسليم شوي دي.

په تسليم شوو کې په شمال کې د داعش وسله والې ډلې مشر، مولوي حبیب الرحمن او د هغه مرستیال مفتي نعمت الله هم شته.

فقیر محمد جوزجاني زياته کړه: ((قانون د ټولو لپاره یو ډول دی. هر چا چې جنایت کړی وي او په کوم جرم کې لاس لري، هغوی سره به د اساسي قانون په رڼا کې چلند کېږي.)) د جوزجاني په خبره په تسليم شوو کې بهرني وسله وال نشته. د هغه په وېنا که څه هم دوی ته معلومه ده چې په داعش ډله کې بهرنيان وو خو په دې نه پوهېږي چې آيا هغه طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي او که هغوی ته تسليم شوي دي.

تر دې پخوا د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ امنیې قومندان تورن اسماعیل آزادي راډیو ته ویلي و، چې د داعشیانو دا غړي د طالبانو سره د جګړې د توان نه درلودلو په دلیل امنیتي ځواکونه ته تسلیم شوي دي. د هغه په خبره په زرګونو طالبانو د داعش دغو وسله والو خلاف جګړه پېل کړې وه او په درزا آب ولسوالۍ کې يې ورته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

په همدې اړوند: ۲۵۰ داعش وسله وال تسليم شوي دي

د تسليم شوو داعش وسله والو په منځ کې مفتي نعمت الله هم شامل دی. هغه نيزدي دوه کاله مخکې د طالبانو له لیکو جلا او له خپلو ۲۰۰ وسله والو سره حکومت سره یوځای شو. خو نوموړي لږ وروسته د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش بیرغ پورته او د افغان دولت پر ضد یې خپل فعالیت له سره پېل کړ.

XS
SM
MD
LG