د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا: تحریک انصاف به څوک وزیر اعلا ټاکي؟


پېښور - په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف د غیر حتمي نتیجو ترمخه د صوبايي اسمبلۍ په ۹۹ څوکیو کې۶۷ څوکۍ ګټلي خو دغه ګوند تر اوسه د صوبې اعلا وزیر نه دی غوره کړی او ویل کېږي چې د ګوند دننه د اختلافاتو له کبله، عمران خان په دې اړه له خپل مشرانو غړو سره خبرې کوي.

د پښتونخوا وزیر اعلا د څوکۍ لپاره پخوانی وزیر اعلا پرویز خټک، د اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر او د مردان عاطف خان نومونه اخیستل کېږي خو د پاکستان تحریک انصاف یو غړی شوکت یوسفزی بیا وايي تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د نوموړي په وینا د وزیر اعلا ټاکلو لپاره د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به په دې اړه پرېکړه کوي.

بلخوا د پښتونخوا وزیر اعلا څوکۍ لپاره احتمالي نوماندانو، پرویز خټګ او اسد قیصر د سېشبنې په ورځ په پېښور کې د تحریک انصاف د غړو یوه غونډه رابللې وه او په دې اړه یې خپل غبرګون وښود.

په پېښور کې د انګریزئ ژبې ورڅپاڼې خبریال یوسف علي وايي د تحریک انصاف په ګوند کې د اختلافات له وجې په ګوند دننه دوه یا درې ګوندونه جوړ شوي ځینې خلک دا وايي چې وزیر اعلا دې پرويز خټک شي او ځینې بیا د اسد قیصر نوم اخلي خو د عاطف خان نوم هم زیات اخیسل کېږي.

خو د شوکت یوسفزی په وینا پرویز خټک او اسد قیصر د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ سره سره د قامي څوکۍ هم ګټلی او د تحریک انصاف غړي غواړي چې د دوی شمېره په قامي اسمبلۍ کې زیاته شي نو که په دوی کې کوم يو په صوبه کې پاتې شي، په پارليمان کې د دې ګوند يو کس کمېږي.

د پاکستان تحریک انصاف د ۲۰۱۳م کال د ټاکنو وروسته له جماعت اسلامي او قامي وطن پارتۍ سره په اتحاد کولو سره په خېبر پښتونخوا کې حکومت جوړ کړی وو خو دا ځل د ډېرو چوکيوو له ګټلو له کبله کوم ګوند سره د اتحاد کولو ضرورت نه لري.

XS
SM
MD
LG