د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسدالله: خلک نه دي خبر چې قبایلي ضلعو کې څه اصلاحاتي ګامونه پورته شوي


د قبایلي ضلعو نقشه

پراګ - په پاکستان کې د حکومتدارۍ او ولسي احتساب په نامه ناحکومتي سازمان د سېمينارونو يوه لړۍ پېل کړې چې هدف يې په قبايلي ضلعو کې اييني او انتظامي اصلاحات زر تر زره عملي کول دي.

د اګست پر لومړۍ نېټه د دې سازمان مشر اسد الله مشال راډيو ته وويل چې د نهې پر ورځ په پېښور کې د قبايلي ضلعو پر موضوع سېمينار کې ګډونوالو وويل چې لا هم د قبايلي ضلعو ولس ته نه دا نه ده مالومه چې حکومت د پخوانۍ فاټا د اييني اصلاحاتو په لړ کې څه قسمه عملي ګامونه پورته کړي او که نه؟

اسد الله وايي چې د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې له شاملولو سره سم بايد د خېبرپښتونخوا د تعليم،صحت،پوليس، عدليې او نورې څانګې قبايلي سيمو ته غځول شوې وې خو لا هم داسې نه دي شوي.

ددې سازمان ځاي مشر اسد الله وايي که د خېبرپښتونخوا په نويحکومت کې د قبايلي سيمو استازي د زر تر زره انتخاباتو کولو د لارې شامل نه شول نو د قبايلي ولس ستونزې به نورې هم زياتې شي.

د سېمينار يو ګډونوال پروفسر سرفراز خان وايي د ۲۵ م اييني ترميم د نفاذ په موضوع پر دې هم خبرې وشوې چې په قبايلي ضلعو کې دې زر تر زره صوبايي او بلدياتي انتخابات ترسره او د قبايلي سيمو لپاره دې نوی اين ايف سي اېوارډ معارفي کړل شي.

سرفراز خان پرون له مشال راډېو سره په خبرو کې وويل حکومت وايي چې په يو کال کې دننه به په قبايلي ضلعو کې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ لپاره انتخابات کيږي خو لا هم په دې لړ کې څه تياری نه دی نيول شوی.

نوموړی وايي بايد نوې حلقه بنديانې وشي او که ممکن وي نو چې په قبايلي سيمو کې بيا مردم شماري وشي ځکه چې ځينې وايي د هېواد په وروستۍسرشمېرنه کې د قبايلي ضلعو ابادي کمه ښودل شوې.

د پاکستان پارلېمان، د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ او ولسمشر ممنون حسین د مې په اخرۍ اوونی کې د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو اییني ترمییم منظور کړ.

له دې وروسته د پاکستان د پلاننګ کمېشن پخواني مرستیال مشر سرتاج عزیز مشال راډیوته ویلي ول چې د اصلاحاتو عمل به وخت اخلي.

د عزیز په خبره،د ایین ارټیکل ۲۴۷ ختم شوی، د ولسمشر او ګورنر خصوصي اختیارات ختم شوي ،د پولیټیکل اېجنټانو اختیارات لاړل او ایف سي ار قانون ختم شو.

نوموړي زياته کړه چې په درو څلورو کلو کې به ډېر کارونه واضحه شي خو چې څنګه نفاذ وشي، خلکو ته به بنیادي حقونه ورکړل شي، او څوک به د یو باقاعده کارروایي پرته نشي ګرفتارېدی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG