د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ټولنیز فعالان وايي مرکزي حکومت دې هلته امن پر ځای کړي


د ننګرهار فعالان
د ننګرهار فعالان

د ننګرهار ټولنیزو فعالانو د يوه مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې ولایتي اداره د جلال اباد ښار د امنیت په خونديتوب کې پاتې وګڼله.

دوی له مرکزي حکومت نه غوښتنه وکړه چې په ننګرهار ولایت کې دې د بدامنیو مخه ونيسي.

بلخوا د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې دوی په جلال اباد ښار کې د امنیت د ټيګښت په موخه د ملي اردو ځواکونه ګمارلې او دا چې ډېر ژر به د کورنيو چارو وزارت لخوا د پلټنو په موخه د پوليسو يوه ځانګړې قطعه ننګرهار ته راشي.

د تېرې څه مودې راهيسې په ننګرهار او په ځانګړې توګه په جلال اباد ښار کې امنيت وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حالت کې دی، تعليمي او روغتيايي ادارې تر بریدونو لاندې نيول کېږي او خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د جلال اباد ښار وضعیت په کتو د چارشنبې په ماسپښين يو شمېر ننګرهار مېشتې ټولنیز فعالان د ولایت او ولایتي شورا تر منځ سرک ته راوتي ول او د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې يې له حکومت نه وغوښتل چې د جلال اباد ښار امنیت ته پام واړوي.

ټولنيز فعال شریف الله ناصري په ولایتي او مرکزي ادارو غږ وکړ چې د ولس د خونديتوب لپاره دې لاس په کار شي.

شریف الله ناصري و “ولایتي اداره د امنیت په برابرولو کې ولس ته پاتې راغلې. د ولایتي شورا وکیلان پټه خوله او د ملي شورا وکیلان بې تفاوته دي.

ننګرهار د مشرولۍ له نعمته محروم دی. تعليمي، روغتيايي او نورې دولتي او نادولتي ادارې د سخت تهديد لاندې دي چې دا وضعیت نور د زغملو نه دی. موږ په حکومت غږ کوو چې د ولس د خونديتوب ډاډ دې ورکړي.”

ټولنیز فعال نوراغا ځواک وویل، که حکومت د ننګرهار امنیت ته پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولایت به له سقوط سره مخ شي:

ځواک وویل ، “محلي اداره او په ټوله کې د ملي وحدت حکومت د ننګرهاریانو د خونديتوب لپاره په ټولو برخو کې پاتې راغلي دي.

موږ د ملي وحدت حکومت نه جدي غوښتنه کوو چې د ننګرهار وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او که پاملرنه ورته ونه کړي، لېرې نه ده چې ننګرهار به له سقوط سره مخ شي او د دې اور لمبې به تر کابله پورې ورسېږي.”

بلخوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږياڼي وايي چې ولایتي ادارې د جلال اباد ښار د امنیت د ټينګښت لپاره د ملي اردو ځواکونو ګمارلي او زیاتوي چې ډېر ژر به د ولسمشر په سپارښتنه د جلال اباد ښار د پلټنو لپاره د کورنيو چارو وزارت لخوا د پوليسو يوه ځانګړې قطعه هم ننګرهار ته راشي.

عطاالله خوږياڼي وویل ، “ولایتي ادارې د جلال اباد ښار د ښه والي په خاطر ځانګړي اقدامات تر سره کړي او ځانګړې پاملرنه ورته لري.

د ننګرهار د والي په هلو ځلو د وضعیت د کنټرول لپاره د ملي اردو ځواکونو د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د نورو امنیتي ځواکونو سره يو ځای پر دندو وګمارل او تر هغې پورې چې د امنیت لپاره موږ نور پلانونه پلي کوو، ملي اردو به له موږ سره وي.

ډېر ژر به د ځانګړو پلټنو په موخه ننګرهار ته له مرکزه يوه ځانګړې قطعه هم راشي.”
د ننګرهار ټولنيزو فعالانو د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې په څو مادو کې يو پريکړه لیک هم ولوست چې په يوه ماده کې يې راغلي ول.

د ننګرهار او په خانګړې توګه د جلال اباد ښار د خوندیتوب لپاره دې د ترهه ګرۍ او زورواکۍ ضد ځانګړې قطعه جوړه کړی شي.

XS
SM
MD
LG