د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د سپیرې ولسوالۍ ۹ کلیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې شي


د چارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د خوست د سپیرې د سرحدي ولسوالۍ ۹ کلیو ته د څښاک اوبو د رسولو د شبکو پر جوړولو کار پیل شو.

د اوبو یادې شبکې چې د سویس د نړیوالې پرمختیايي ادارې په مالي مرسته د کلیوالو د شل سلنه ونډې په ګډون د ۲۶،۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، ۱۰۸۶ کورنیو ته به، چې په غرنیو سیمو کې اوسیږي د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

د یادې سیمې مشران وايي، چې دوی پخوا د ډنډونو او خوړ له غیر صحي اوبو څخه استفاده کوله، چې له کبله يې د ډول-ډول بیماریو سره مخامخ کېدل.

د سپیرې ولسوالۍ د ۹ کلیو لپاره د څښاک د پاکو اوبو د شبکو د جوړولو د کار پیل غونډه کې چې د یادې ولسوالۍ په ودانۍ کې جوړه شوې وه، قومي مشر حاجي شریف خان وویل، سره لدې چې یاده ولسوالي ښه امنیت لري، خو بیا هم د بیارغونې او خلکو ته د ژوندانه د لازمو اسانتیاوو په برابرولو کې پوره پاملرنه ورته نه ده شوې.

​ده وویل، د ولسوالۍ سړک خراب دی، روغتیايي کلینکونه يې وړ خدمتونه نشي کولی، د ښوونځیو حالت يې کمزوری دی او خلک يې تر اوسه د ویالو او خوړونو له اوبو د څښاک ګټه اخلي.

د سپیرې ولسوال محمدعظیم ځدراڼ هم د خوست مشرتابه ته یادې ستونزې یادې کړې او ويې ویل، سپیرې ته غځیدلی سړک پدې وروستیو کې بیخي خراب شوی، ولسمشر ورسره وعده کړې، خو دوی هیله من دي، چې د هغوی ژمنه به پوره شي، کلینکونه يې واړه او د ولسوالۍ ټولو اوسیدونکو ته خدمتونه نشي وړاندې کولی.

ده وویل، د خوست د نورو ولسوالیو په شان د بیارغونې په برخه کې باید یادې ولسوالۍ ته هم پاملرنه وشي.

د کلیو پراختیا رييس اضغر ځاځي د ولسوال د غوښتنو په باب خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی اداره به د ویالو، کاریزونو، سربندونو او د اوبو په نورو برخو کې د یادې ولسوالۍ د اوسیدونکو اړتیاوو ته رسیده ګي وکړي.

اضغر ځاځي د سپیرې له ولسوال او اوسیدونکو وغوښتل، چې د اوبو په برخه کې دې خپلې ټولې غوښتنې په لیکني ډول یاد ریاست ته وسپاري.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د اوبو د یادو شبکو په باب وویل، چې ددې پروژې په جوړیدو به د نهو کلیو ۱۰۸۶ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

ده وویل، د یادو پروژو په پنځه زره کاري ورځو کې به دوه زره ماهرو او مسلکي کارګرانو او درې زره غیر مسلکي مزدورانو ته د کار او مزدوری زمینه برابره شي.

خوست والي زیاته کړه، پدې کې به ۱۷ کلیومتره لښتي ایستل کیږي، چې د پاکو اوبو له نظره په مهمو پروژو کې حسابیږي.

یاده دې وي، سپیره د خوست په سویل لویدیز کې شمالي وزیرستان او د پکتیکا د یو شمېر ولسوالیو سره په اوږدو پوله لري.

که څه هم یاده ولسوالي لږې کرنیزې ځمکې لري او خلکو يې په غرونو کې کلي اباد کړي دي، خو په وروستیو لسیزو کې د یادې سیمې ډیری ځنګلونه او د جلغوزیو ونې هم چې د دوی د اقتصاد بنسټ يې جوړاوه له منځه تللي.

بلخوا د خوست ځايي چارواکو خلکو ته وویل، چې په نوي کال کې به د سپیرې په غرونو کې د جلغوزیو زرګونه ونې کینوي او همدرانګه به هلته د میوه لرونکو ونو یو شمېر باغونه هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG