د لاسرسي ځای

تازه خبر

باپ له پي ټي ای سره د بلوچستان حکومت جوړوي


بلوچستان عوامي پارټۍ له تحريک انصاف سره په ګډه په بلوچستان صوبه کې د حکومت جوړولو اعلان وکړ. د دواړو ګوندونو سياسي مشرانو وويل چې نظريات يې تر ډېره حده له يوبل سره يوشانوالی لري نو ځکه غواړي چې په شريکه حکومت جوړ کړي.

پرون په اسلام اباد کې د دواړو ګوندونو مشرانو لخوا يوې ګدې خبري غونډې ته د وينا پر وخت د تحريک انصاف يو مشر جهانګير ترين وويل:((بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۵ څوکۍ ګټلې وې ،څلور ورسره ازاد کانديدان ملګري شول نو ۱۹ شول او اوس به ورسرهپنځه زموږ غړي شامل شي نو شمېر څلېرشت ته ورسيده او اووه نور هم شامل شوي. اکثريت له بلوچستان عوامي پارټۍ سره دی او دوی جام کمال د وزيراعلا څوکۍ لپاره خوښ کړی او موږ هم د دې ملاتړ کوو))

پاکستان تحريک انصاف چې د غېر سرکاري نتيجو له مخې د خېبر پښتونخو د صوبایې اسمبلۍ په ۹۹ څوکيو کې يې ترټولو زياتې ۶۵ څوکۍ ګټلي په اسانه په دې صوبه کې بيا حکومت جوړولی شي.

پرون په اسلام باد کې د خبري غونډې پرمهال د خېبربښتوخوا پخواني وزيراعلا او د تحريک انصاف غړي پرويز خټک دا تورونه رد کړل چې ګينې د بيا وزيراعلا جوړېدو لپاره يې په پارټۍ دننه کوم ډله جوړه کړې:

((تاسو چې د کومې ډلې جوړولو خبره کوۍ نو دا ستاسو ټي وي چېنلونوجوړه کړې. زه ستاسو پروپېګنډه ردووم. عمران خان زموږ مشر دی او هغه چې څه فصله وکړي نو موږ به يې په پټو سترګوقبلوو))

پرون په اسلام اباد کې د تحريک انصاف مشر غړي جهانګيرترين دا ادعا هم وکړه چې په پنجاب صوبه کې له دوی سره د وړاندې نه ۱۸ ازاد کانديدان شامل شوي او نور به هم ډېر زر شامل شي او په پنجاب کې به هم دوی حکومت جوړوي.

د غېر سرکاري نتيجو ترمخه دا وخت په پنجاب کې ترټولو زياتې ۱۲۹ څوکۍ مسلم ليګ (ن) ګټلي او پاکستان تحريک انصاف له ۱۲۳ څوکيو سره په دوايم نمبر دی.

بلخوا د سند صوبايې اسمبلي چې ټولې څوکۍ يې۱۳۰ دی د غېر سرکاري نتيجو ترمخه ،۷۶ يې پيپلز پارټۍ ګټلي او ډېر په اسانه په دې صوبه کې حکومت جوړولی شي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه قريش خټک وايي تحريک انصاف چې دغېر سرکاري نتيجو ترمخه د قامي اسمبلۍ په ۲۷۲ څوکيو کې يې تر ټولو زياتې ۱۱۶ ګټلي په مرکز يا وفاق کې د نورو ګوندونو په ملاتړ په اسانه حکومت جوړولی شي خو حکومت به يې د ۲۰۱۳ م کال د انتخاباتو په نتيجه کې د جوړ شوي مسلم لېګ (ن) له پخواني حکومت څخه کمزوری وي ځکه چې هغه وخت مسلم ليګ (ن) زياتې څوکۍ ګټلې وې.

نوموړی وايي تحريک انصاف ته به د خپل حکومت برقرار ساتلو لپاره ډېرې هلې کول وي.

د پاکستان الېکش کمېشن پرون وويل چې د اګست په ۷ مه به د ټولو سياسي ګوندونو د ټولو ګټلو څوکيو سرکاري شمېره واضحه شي.

په ۸ م اګست به په مخصوصو څوکيو د کامياب شوو امېدوارانو نوټېفيکېشن جاري کړل شي او د ۹ م اګست وروسته به د ټولو اسمبليو غونډې رابلل کيږي او د قامي اسمبلۍ په وړومبۍ غونډه کې به د اسمبلۍ غړي تر سوګند پورته کولو وروسته د سپيکر او وزيراعظمانتخاب کوي.

XS
SM
MD
LG