د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست عامه کتابتون نوې وداني پرانیستل شوه


د خوست عامه کتابتون نوې وداني
د خوست عامه کتابتون نوې وداني

د سې شنبې په ورځ د خوست د عامه کتابتون نوې وداني له جوړولو وروسته ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاده وداني چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې جوړه شوې، د کتابتون او غونډو دوه تالارونه، د کمپیوټرو دوې سترې خونې، څلور اداري دفترونه او نور اړین ملحقات لري.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، عامه کتابتون مخکې د یادې ادارې په یوه وړه خونه کې فعالیت لاره، چې د مطالعه کوونکو لپاره یې د کېناستو مناسب ځای او نورې اسانتیاوې نه درلودې.

په خوست کې د عامه کتابتون لپاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات له پرمختیايي بودجې څخه د نږدې دوه کلونو په موده کې جوړه شوې، خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي مشال راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده، چې د دې کتابتون په تجهیز او اکمال سره به لوستي کسان، استادان، محصلان او نور روڼ اندي د دوی د اړتیا او ذوق سره برابرو کتابونو ته لاسرسۍ پیدا کړي.

ښاغلي حبیبي په ځانګړي ډول په روڼ اندو او لوستو کسانو غږ وکړ، چې مطالعې او کتاب سره مینه زیاته کړي، مطالعې ته وخت ورکړي او تر خوا يې له پانګوالو هم وغوښتل چې د دې کتابتون په تجهیز او اکمال کې مرسته وکړي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي وړاندې وویل، یوازې یو کتابتون د ولایت په کچه بسنه نه کوي، بلکې دوی پدې هڅه کې دي، چې د ښار او ولایت په بیلابیلو سیمو کې نور واړه کتابتونونه هم جوړ کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یو تن مسوول محمدانور زاهد د عامه کتابتون د ودانۍ د فنډ، څرنګوالي او لګښتونو په باب ګډونوالو سره خپل مالومات داسې شریک کړل:

((پر یاده ودانۍ څه دپاسه نهه نیم میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات له پراختیايي بودیجې څخه ورکړل شوې ده، یاده یوه پوړیزه وداني په نږدې دوه کلونو کې جوړه شوې، دا وداني د کتابتون لپاره یوه لویه خونه لري، د غونډو تالار لري، څلور اداري خونې لري، یوه تحویلخانه لري، دوه لوی سالونونه لري، ۱۱ تشنابونه لري، چې خوشبختانه نن به پرانیستل شي.))

د خوست روڼ اندي او لوستي کسان په یاد ولایت کې عامه کتابتون لپاره د نوې ودانۍ جوړیدل د کتاب لوستنې او مطالعې د کلتور د ترویجولو په برخه کې یو ښه پرمختګ بولي.

په پوهنتون کې د ټولنیزو علومو یو تن استاد سپین روان نورزی وايي، هغه ځوانان چې غواړي په علمي ډګر کې کار، تحقیق او څېړني وکړي، د دې کتابتون جوړول ستايي.

نوموړی حکومت او اړوندې ادارې ته وړاندیز کوي، چې دلته باید یوازې په هارډ کتابونو باندې بسنه ونشي، بلکې دلته باید سافټ کتابونه او د هغې تر څنګ له نړیوالو انټرنیټي کتابتونونو سره هم اړیکې ټېنګې کړي.

په خوست کې د عامه کتابتون د نوې ودانۍ په پرانیست غونډه کې یو شمېر ویناوالو وړاندیز وکړ، چې ځوان کهول کې د کتاب لوستنې د ترویج لپاره د خلکو په ګڼ میشتو سیمو او تفریحي ځایونو کې په ورته توګه کتابتونونه جوړ شي.

د دوی په وینا لیکوال دې وهڅول شي چې په ځانګړي ډول د اقتصاد او ټکنالوژۍ په برخه کې د نورو ژبو نوي تالیفات پښتو ته راوژباړي او د امکان په صورت کې دې د یوې ورځپانې خپریدو ته هم امکانات برابر کړي.

د خوست چارواکو یاد وړاندیزونه پر ځای وبلل او ډاډ يې ورکړ، چې پدې برخه کې به خپل مادي امکانات او معنوي اغېز په کار اچوي.

XS
SM
MD
LG