د لاسرسي ځای

تازه خبر

پامپيو پاکستان ته د ممکنه قرض ورکولو لپاره آيي، ايم، ايف ته خبرداری ورکړ


د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پامپيو
د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پامپيو

په پاکستان کې د راتلونکې حکومت پر وړاندې يو لوی چېلنج د اقتصاد ښه کول ګڼل کېږي. د څېړونکو په وينا د دې کار لپاره پاکستان نړيوال قرض ته ضرورت لري خو امريکايي چارواکو د پېسو له نړيوال مالي صندوق يا IMF ته خبرداری ورکړی چې په دې لړ کې د هغوی هر ګام څاري.

د امريکې بهرنيوو چارو وزير مايک پامپيو وايي د عمران خان په ممکنه وزيراعظمۍ د پاکستان نوي حکومت سره اړيکو ساتلو ته سترګې پر لاره دی خو په دې کې هيڅ منطق نشته چې هغوی ته دې د چين قرضې خلاصولو لپاره د پېسو نړيوال صندوق يا آيي، ايم، ايف پېسې ورکړي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې د جولای په ۲۹مه رپورټ ورکړ چې لوړپوړي پاکستاني چارواکو عمران خان ته سلا ورکړې چې له آيي، ايم، ايف څخه ۱۲ بيليونه ډالر واخلي. له دې پېسو به پاکستان د چين قرضونه خلاصوي. د دې ادارې يوې وياندې بيا ويلي چې له پاکستانه يې نه تر اوسه داسې کوم درخواست ترلاسه کړی او نه يې هم په دې اړه پاکستاني چارواکو سره کومې خبرې کړې دي.

خو پاميپو د جولای په دېرشمه د سي، اين، بي، سي ټيليويژن سره په مرکه کې نړيوال مالي صندوق يا آی، ايم، ايف ته د پاکستان نوي حکومت لپاره د پېسو په ممکنه ورکړې خبرداری ورکړ.هغه زياته کړه چې د نړيوال مالي صندوق پر کړو يې نظر دی. د هغه په خبره د دې صندوق په پېسو کې د امريکايانو او نورو ټيکس ورکوونکو پېسې دي چې بايد د چين جېب ته لاړې نه شي.

پاکستان له چين څخه پنځه بيليونه ډالر قرض اخيستی دی. پر دې پور لویې تعميراتي منصوبې پر مخ بيايي. همداراز یې اوس د روپۍ قيمت سم ساتلو لپاره له چينه يو ارب ډالر نور غوښتي دي. د امريکې خزانې وزير سټېون منوچين په شمول بېلابېلو امريکايي چارواکو پر چين نيوکې کړې چې د پاکستان په شان ملکونو ته د پېسو په ورکولو سره هغوی د ډېر قرض له بوج لاندې راولي.

د پاکستان راتلونکي حکومت ته چې ښايي د اګست په مېاشت کې په کار پېل وکړي، له نورو اقتصادي چېلنجونو څخه يو هم د روپۍ د ارزښت کموالي بحران په مخ کې دی. اکثره څېړونکي فکر کوي چې د آيي، ايم، ايف قرض د پاکستان دا ستونزه حلولی شي. دا به په تېرو پنځوو کلونو کې دوهم ځل وي چې دغه ملک له يادې ادارې پور اخلي.

د يادونې ده چې پاکستان د چين سره د ۵۷ اربه ډالرو اقتصادي راهدارۍ پروژه هم پر مخ بيايي چې پېسې يې چين ورکوي.

XS
SM
MD
LG