د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډالر په وړاندې د روپۍ ارزښت ښه شوی دی


يو سړی ډالر شمېري
يو سړی ډالر شمېري

په پاکستان کې د ډالر په وړاندې د روپۍ قېمت ښه شوی دی. د جولای په دېرشمه په بازارونو کې يو ډالر په ۱۲۲ اعشاريه پنځه روپۍ بدلېده. تر دې يوه ورځ مخکې د يو ډالر بيه ۱۲۷ اعشاريه اته روپۍ وه.

په پاکستان کې د روپۍ ارزښت د دې کال په سر کې کمېدل پېل شو. اقتصاد پوهانو د دې وجې سياسي ناقراری او د يوې ښه اقتصادي پاليسي نه درلودل ښودلي وو.

د جولای په پنځه ويشتمه په پاکستان کې انتخابات وشول. تمه ده چې د اګست په نيمايي کې به نوی حکومت په کار پېل وکړي. په اسلام اباد کې د نړيوال اسلامي پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق مشال راډيو ته وويل چې سياسي ثبات د پېسو ارزښت ساتلو لپاره ډېر اهميت لري. هغه زياته کړه چې د روپۍ ارزښت کمېدو سره ګراني زياتېږي نو ځکه نوی حکومت کولی شي په دې لړ کې لا نور ګامونه واخلي.

د پاکستاني مطبوعاتو د رپورټونو ترمخه چين پاکستان ته د جولای په دېرشمه دوه اربه ډالر ورکړي چې له وجې يې په بازار کې ډالر زيات شوي او د روپۍ ارزښت ښه شوی دی.

هغه زياتوي: ((د پاکستان سټېټ بېنک کولی شي په مارکيټ کې ډالر خواره کړي. يعنې زيات یې کړي. کله چې په مارکيټ کې ډالر زيات شي نو قېمت یې کمېږي. دا کار د دې لپاره ښه دی چې د روپۍ ارزښت کمېدلو سره په عامو خلکو ډېر بوج راځي. هر هغه شی ګرانېږي چې موږ يې په ډالر اخلو.))

په پاکستان کې د می په مېاشت کې د نګران حکومت راتګ سره د ډالر په وړاندې د روپۍ قېمت مخ په کمېدو شو. دا د دې هېواد په تاريخ کې د روپۍ د قېمت تر ټولو ډېر کمېدل بلل شوي دي. د اقتصادي چارو پوه، ډاکټر معراج الحق وايي پاکستان په نړيوال مارکيټ کې سودا په ډالرو کوي او دا د روپۍ پر ځای د ډالر ډېر کارېدو له کبله يې د خپلو پېسو اهميت کم دی.

هغه زياتوی: ((يو مثال به درته ووايم. که په بازار کې ټماټر ډېر وي نو قېمت یې کم وي. همداسې د پېسو خبره هم ده. بله مهمه موضوع دا ده چې د برآمداتو او در آمداتو لپاره کومې پېسې کارېږي. کوم ملکونه چې په خپلو پېسو دا کاروبار نه کوي نو هغوی د پېسو د بې ارزښتوالي د ستونزې سره مخ وي.))

په پاکستان کې د انتخاباتو ترسره کېدو وروسته سټاک مارکيټ هم ښه شوی دی. نګران حکومت د هېواد راتلونکې حکومت ته خبرداری ورکړی چې مخ پر ځوړ اقتصاد ښه کولو لپاره ډېر کار ته ضرورت دی.په ټاکنو کې ګټونکي تحريک انصاف مشر او ممکنه راتلونکې وزيراعظم، عمران خان ويلي چې دی به د ملک د مشر په حېث داسې ګامونه پورته کړي چې ورسره به اقتصاد په خپلو پښو ودرېږي.

XS
SM
MD
LG