د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان وايي، د راتلونکي حکومت په اړه بله ټولګوندیزه غونډه کوي


مولانا فضل الرحمان د متحده مجلس عمل مشر دی
مولانا فضل الرحمان د متحده مجلس عمل مشر دی

پراګ - په اسلام اباد کې د بېلابېلو سياسي ګوندونو د مشرانو په يوه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د تحريک انصاف ګوند ممکنه حکومت جوړوونې پر ضد او يا هم په اپوزيشن کې د کښېناستو فېصلې رسېدو لپاره به نورې مشورې کوي.

د جولای پر ۳۰مه تر غونډې وروسته، د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند او د مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چې ټول ګوندونه پر دې سلا دي چې په ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

هغه زياته کړه: ((مشورې روانې دي. په ډېرو خبرو سلا شوي يو. مخکې به مو طريقه څه وي؟ په دې اړه به خبرې کوو. موږ به يوه شریکه لاره خپلوو. غواړو چې دا جنګ په شريکه وکړو. د دې لپاره يوه بله ټول ګونديزه غونډه هم کېږي.))

د ټاکنو کمېشن د جولای پر ۲۵مه شوو انتخاباتو کې د درغليوو تورونه بې ځايه بولي.

خو مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ، نېشنل پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، عوامي نیشنل پارټۍ او ځېنو نورو ګوندونو هم تورې پورې کړی چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده او تر يو پلان لاندې تحريک انصاف بريالی کړل شوی دی.

عمران خان وايي، د انتخاباتي درغلیو پلټنې ته تیار دی
عمران خان وايي، د انتخاباتي درغلیو پلټنې ته تیار دی

خو د انتخاباتي کمېشن مشر سردار رضا خان وايي چې ټاکنې شفافې او منصفانه وې.

تحریک انصاف ګوند ویلي دي چې ولس پخواني ګوندونه رد کړي دي.

په انتخاباتو کې د زیاتو څوکیو تر ګټلو وروسته د ګوند مشر عمران خان د جولای پر ۲۶مه په وینا کې وویل چې هر ګوند غواړي چې په انتخاباتو کې د درغلۍ پلټنې وکړي، دی ورسره همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د څوکیو ګټونکي، سرچینه: الېکشن کمېشن
ګوند یا نوماندګټلې څوکۍ
پاکستان تحریک انصاف ۱۱۶
پاکستان مسلم لیګ (ن) ۶۴
پاکستان پیپلز ګوند ۴۳
خپلواک نوماندان ۱۳
متحده مجلس عمل ۱۲
متحده قامي موومنټ (پاکستان) ۰۶
پاکستان مسلم لیګ - ق ۰۴
بلوچستان عوامي ګوند ۰۴
بلوچستان نیشنل ګوند ۰۳
لوی جمهوري اتحاد (جي ډي اې) ۰۲
عوامي مسلم لیګ ۰۱
عوامي نیشنل ګوند ۰۱
جمهوري وطن ګوند ۰۱

په همدې حال کې د تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي د جولای پر ۳۰مه مطبوعاتو ته وويل چې دوی ۱۱۵ سيټونه ګټلي او د حکومت جوړولو لپاره د ۲۲ نورو پېدا کولو لپاره يې رابطې روانې دي نو ځکه د حکومت په جوړولو کې هيڅ ستونزه نه لري.

XS
SM
MD
LG