د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه محمود قريشي: حکومت جوړولو کې مشکل نه لرو


د تحريک انصاف يو مشر، شاه محمود قريشي

د پاکستان تحريک انصاف مشران وايي د قامي اسمبلۍ د ۱۱۵ چوکيو تر ګټلو وروسته ورته په مرکز کې حکومت جوړولو کې ستونزه نشته.

د دې ګوند يو مشر شاه محمود قريشي د جولای په دېرشمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د جماعت علمای اسلام (ف) ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن دا هڅې چې له ګوندونو څخه د راتلونکې سوګند اخيستنې د بايکاټ غوښتنه کوي، بې ځايه دي.

نوموړي زياته کړه: ((په مرکز کې د الله په فضل سره چې زموږ کومې رابطې شوې دي نو ويلی شم چې موږ حکومت جوړولو کې څه مشکل نه لرو. زموږ د چوکيوو شمېر دومره ډېر دی چې د مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي علاوه هم په ارامه حکومت جوړولی شو.))

د جولای د پنځه ويشتمې په ټاکنو کې مسلم لېګ (ن) د پارليمان ۶۴ او پيپلز پارټي ۴۳ چوکۍ ګټلې دي. تحريک انصاف ته د حکومت جوړولو لپاره ۱۳۷ چوکۍ پکار دي. په دې ترتيب هغوی د خپلو ګټلو هغو تر څنګ د نورو سياسي ګوندونو او يا هم په ازاد ډول منتخب شوو غړو ۲۲ چوکيوو ته ضرورت لري.

په اپوزيشن کې بې اتفاقي

پيپلز ګوند په هغو ګوندونو کې شامل دی چې د درغليو تورونو په لګولو سره د انتخاباتو تېر شوی بهير ردوي خو يو مشر يې، خورشيد شاه د جولای په دېرشمه خبريالانو ته وويل چې له پارليمنټه به مخ نه ګرځوي. ((پيپلز پارټي له پرون راهیسې د نورو سياسي ګوندونو سره رابطې کړې دي. انشاالله ټول به همنظره کېږي. موږ به پارليمان ته ځو. موږ به د اپوزیشن په چوکيوو کښېنو. تقريبا ټول ګوندونه رضا شوي چې په قامي اسمبلۍ کې په زغرده د اپوزیشن رول ولوبوي.))

مولانا فضل الرحمن، اسفنديار ولي خان او محمود خان اڅکزي د ټاکنو پر مهال خپلې چوکې ونه ګټلې. دوی د دې کار وجه درغلې ښيي
مولانا فضل الرحمن، اسفنديار ولي خان او محمود خان اڅکزي د ټاکنو پر مهال خپلې چوکې ونه ګټلې. دوی د دې کار وجه درغلې ښيي

خو د مذهبي ګوندونو اتحاد، مجلس عمل او جماعت علام اسلام (ف) ډلې مشر، مولانا فضل الرحمن د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو سره د دې لپاره کتلي چې هغوی په پارليمنټ کې له کښېناستو بايکاټ کولو ته وهڅوي. په ټاکنو کې د قامي اسمبلۍ ۱۲ چوکيوو ګټونکي، متحده مجلس عمل په دې لړ کې مظاهرې هم پېل کړې دي. خو په دې اتحاد کې شامل، جماعت اسلامي ګوند بېل دريځ لري. د دې ګوند مشر سراج الحق د جولای په دېرشمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې نوي حکومت ته به د کار موقع ورکوي.

هغه زياته کړه: ((د پارليمان بالادستي، د جمهوريت روان ساتلو او ملکي حکومت جوړولو لپاره نوي حکومت ته د کار کولو موقع ورکول غواړو. د عمران خان له خوا شوي د اسلامي فلاحي رياست او بدلون راوستلو وعدې پوره کېدو ته منتظر يو. د پارليمان دننه او بهر به د سياسي استحکام لپاره کار کوو. د اپوزيشن په توګه به خپل کردار لوبوو.))

تر ټاکنو وروسته د مسلم لېګ (ن) د مشر شهباز شريف په کوربه توب د ټولو سياسي ګوندونو تر يوې غونډې وروسته دوی اعلان وکړ چې په تېرو انتخاباتو کې د عمران خان تحريک انصاف ګوند په ګټه درغلي شوې ده نو ځکه دغه بهير ردوي. عوامي نېشنل ګوند هم په دې لړ کې مظاهرې کړې دي. خو د ټاکنو کمېشن ويلي چې انتخابات له درغليوو پاک وو او د ټولو سياسي ګوندونو لپاره يو شان حالات برابر شوي وو.

XS
SM
MD
LG