د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک انصاف ممکنه حکومت به له پیاوړي اپوزيشن سره مخامخ شي؟


پراګ - په پاکستان کې د جولای ۲۵مې د ټاکنو نتيجې ښيې چې ښايې تحريک انصاف به په مرکز کې حکومت جوړ کړي.

د هېواد مهمو سياسي ګوندونو انتخاباتي نتيجې رد کړي او د داندلۍ یا ټګۍتورونه يې پورې کړي دي.

که يو خوا په مرکز او صوبو کې د حکومتونو جوړولو لپاره سياسي ګوندونو هلې ځلې پیل کړي خو بل لوري ته له تحريک انصاف پرته نورګوندونه هڅه کوي چې د حزب اختلاف یا اپوزیشن په توګه يو بل ته رانېږدې شي.

د عمران خان ممکنه حکومت ته به له پارلېمانه دباندې زيات مشکلات وي ځکه چې د حزب اختلاف مهم مشران چې پکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې او جماعت اسلامي مشران هم شامل دي له قامي اسمبلۍ بهر دي.
مرتضا سولنګي

پوښتنه دا ده چې ايا د تحريک انصاف راتلونکی حکومت به له يو پياوړي اپوزيشن سره مخامخ شي او که څنګه؟

د ټاکنو د نتيجو له راتلو سره سم، مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ، نېشنل پارټۍ، متحده مجلس عمل او ېينو نورو ګوندونو د ټاکنو پايلې رد کړې.

له پيپلز پارټۍ پرته دغه ټول ګوندونه د جمعې پر ورځ د جميت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په بلنه په اسلام اباد کې ورغونډ شول او په پای کې يې په يوه خوله په خبري غونډه کې د انتخاباتو د نتيجو ردولو دريځ تکرار کړ.

دې ګوندونو او مشرانو ته د مهمو ګوندونو او تجربه لرونکو سياسيوالانو په سترګه کتل کېدای شي.

بل خوا تحريک انصاف ګوند دی چې که په مرکز کې په حکومت جوړولو وتوانېد نو دغو تجربه لرونکو مشرانو له مخالفت سره به مخامخېږي.

هم دې سياسي منظرنامې ته په کتو سره، د پاکستان د سياسي چارو يو پوه مرتضا سولنګی وايی، د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند به په پارلېمان کې دننه او دباندې له يو سخت اپوزيشن سره مخامخ وي.

هغه زياته کړه چې د عمران خان ممکنه حکومت ته به له پارلېمانه دباندې زيات مشکلات وي ځکه چې د حزب اختلاف مهم مشران چې پکې پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جميعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې او جماعت اسلامي مشران هم شامل دي له قامي اسمبلۍ بهر دي.

په راتلونکي پارلېمان کې به لفظي شخړې وي خو که څوک دا فکر کوي چې د عمران خان حکومت به ولړزول شي، نو زما په فکر داسې به ونشي.
عايشه صديقه

نو د ده په وينا، په داسې حال کې چې په اسمبلۍ کې دننه او بهر چې به کوم حزب اختلاف وي هغه به ‌ډېر پياوړی وي.

مرتضا سولنګی يوه خبره په یقين کوي چې د ده په فکر پاکستان د سياسي بې ثباتۍ يو نوي دور ته داخلېږي.

مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ هغه مهم ګوندونو دي چې په ظاهره به په اپوزيشن وي.

خو د دفاعي چارو پوهه عايشه صديقه وايي، ښکاري نه چې دغه دواړه ګوندونه به سره يو موټی شي:

((په راتلونکي پارلېمان کې به لفظي شخړې وي خو که څوک دا فکر کوي چې د عمران خان حکومت به ولړزول شي زما په فکر داسې به ونشي. د دې وجه دا ده چې اپوزيشن ګوندونه يو ځای نه دي. په ۲۰۰۶ز کال کې بېنظير بوټو او نواز شريف میثاق جمهوريت لاسليک کړی وو خو اوس دغه دواړه ګوندونه له يو بل څخه بېل ولاړ دي. نواز شريف په جيل کې دی او د شهباز شريف مشري مثبته نه ده نو نه ښکاري چې پيپلز پارټي د هغه ملګرتيا ته تياره ده.))

د انتخاباتو او تحريک انصاف مخالفه ګوندونه چې کله د مولانا فضل الرحما ن په بلنه راغونډ شول نو د غونډې په پای کې نوموړي له مطبوعاتو سره د خبرو پر مهال اعلان وکړ چې د دوی منتخبه غړي به په اسمبليو کې سوګند نه کوي خو پر دې موقع موجود د مسلم ليګ نواز ډلې مشر شهباز شريف وويل چې دوی به پر دې موضوع د مرکزي کمېټۍ په غونډه کې فيصله کوي.

د پاکستان انتخاباتي کميسون وايي چې په قامي اسمبلۍ کې اکثريتي څوکۍ د عمران خان په مشري تحريک انصاف ګوند ګټلې دي.
د پاکستان انتخاباتي کميسون وايي چې په قامي اسمبلۍ کې اکثريتي څوکۍ د عمران خان په مشري تحريک انصاف ګوند ګټلې دي.

​دا د دې ګوندونو په لومړۍ غونډه کې لومړۍ اختلاف وو چې څرګند شو.

هم دې ته په اشارې کارپوهان وايي چې ښايي اپوزيشن ګوندونه يو موټي نشي خو خبريال او څېړونکی الياس خان له دې خبرې سره متفق دی خو وايي چې پر دې برسېره هم ښايي دا ګوندونه په يوه نه يوه کچ، يوه خوله شي.

ځېنې کارپوهان فکر کوي چې پيپلزپارټي او مسلم ليګ نواز به د اپوزيشن ګوندونو په توګه پرېکنده رول ولوبوي خو د حزب اختلاف د پیاوړتيا يا کمزورتيا اندازه به هغه وخت ښه ولګي کله چې معلومه شي چې په پنجاب کې کوم ګوندونه په ګډه حکومت جوړوي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG