د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تحریک انصاف د حکومتونو جوړولو څومره لارې لري؟


پراګ - د پاکستان د الېکشن کمېشن له وینا سره سم، پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ ۱۱۶ څوکۍ ګټلې دي، او د ساده اکثریت لپاره ورته ۱۳۷څوکۍ پکار دي.

د جولای پر ۲۵مه، د پاکستان د قامي اسمبلۍ له ۲۷۲ څخه پر ۲۷۰ څوکیو انتخابات شوي ول او پر دوو نورو یې ځنډول شوي ول.

د تحریک انصاف مشرانو د نورو سیاسي ګوندونو او له ازادو امېدوارانو سره رابطې پېل کړي دي.

د سیاسي چارو پوه او خبریال امتیاز عالم وایي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو د ازادو امېدوارانو په سیند کې له لوی جمهوري اتحاد (جي ډي اې)، د بلوچستان عوامي پارټۍ، بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل ډلې او د مسلم لیګ (ق) له مشرتابه سره رابطې پېل کړي دي.

د وړو ګوندونو څه اېجنډا نشته نو په تحریک انصاف کې به په اسانۍ ځای شي

امتیاز عالم

((په دې کې به څوک غوښتنه کوي چې وزیر دې شي، څوک به د پارلېماني سیکرټري جوړېدو غوښتنه کوي، دا خبرې به اوس مخې ته راځي، داسې به په پنجاب کې هم کېږي، پاکستان پيپلز ګوند ویلي چې له تحریک انصاف سره په مرکز نه ورګډېږي، بلاول بوټو وړاندې د دې مخالفت کړی دې، باقي د دې نورو وړو ګوندونو څه دومره لویه اېجنډا هم نشته نو له تحریک انصاف سره په شاملېدو به د تحریک انصاف پر اېجنډې څه اثر نه پرېوځي.))

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د څوکیو ګټونکي، سرچینه: الېکشن کمېشن
ګوند یا نوماندګټلې څوکۍ
پاکستان تحریک انصاف ۱۱۶
پاکستان مسلم لیګ (ن) ۶۴
پاکستان پیپلز ګوند ۴۳
خپلواک نوماندان ۱۳
متحده مجلس عمل ۱۲
متحده قامي موومنټ (پاکستان) ۰۶
پاکستان مسلم لیګ - ق ۰۴
بلوچستان عوامي ګوند ۰۴
بلوچستان نیشنل ګوند ۰۳
لوی جمهوري اتحاد (جي ډي اې) ۰۲
عوامي مسلم لیګ ۰۱
عوامي نیشنل ګوند ۰۱
جمهوري وطن ګوند ۰۱

په لاهور کې د سیاسي چارو پوه پروفېسر سجاد نصیر وایي، پاکستان تحریک انصاف اکثریت لري او د نورو وړو ګوندونو او له ازادو امېدوارانو سره په اتحاد، په اسانۍ وفاقي حکومت جوړولی شي:

دا به زیاته مهمه وي چې په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې دوی څه کوي.

سجاد نصیر

((اکثریت خو د پاکستان تحریک انصاف لري. نور واړه سیاسي ګوندونه به هم ورسره ملګرې شي. دا شان په خیبر پښتونخوا کې به هم د دوی حکومت راشي، په بلوچستان کې به هم اتحادي حکومت جوړ شي، او د پنجاب امکان هم شته، خو بیا به دا وینو چې په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې او تر دې وروسته په شپږو میاشتو کې به حکومت کومې فېصلې کوي. [همدا پرېکړې] به زیاتې مهمې وي چې ورڅخه به [معلومه شي] چې حکومت څنګه پر مخ ځي.))

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د تېرې دورې (۲۰۱۳ز-۲۰۱۸) د غړو ګډ انځور
د پاکستان د قامي اسمبلۍ د تېرې دورې (۲۰۱۳ز-۲۰۱۸) د غړو ګډ انځور

څېړونکي وایي، د پاکستان تحریک انصاف هغه امېدواران چې له یوې زیاتې څوکۍ یې ګټلې دي به یوازې یوه څوکۍ نیسي او نورې به پرېږدي.

د ګوند مشر عمران خان پینځه څوکۍ ګټلې دي. نو چې کله دوی دا څوکۍ پرېږدي نو د تحریک انصاف د ګټلو څوکیو شمېر به کم شي او باید د ساده اکثریت لپاره ۱۳۷ څوکۍ ولري.

پر پرېښو څوکیو به ضمني انتخابات کېږي او که تحریک انصاف یې و نه ګټي نو د څوکیو شمېر به یې کم پاتې وي.

XS
SM
MD
LG