د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر عمران خان ته د انتخاباتو د بریا مبارکي ویلې


پراګ - افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته په پارلېماني ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

ولسمشر غني د اتوار پر ماسپښين (جولای ۲۹مه) پر ټوېټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې له عمران خان سره یې په ټېلېفون خبرې وکړې. بیان وايي، دواړه پر دې متفق شول چې "د افغانستان او پاکستان د ښه سیاسي، ټولنیز او اقتصادي راتلونکې نوی بنسټ به ږدي."

اشرف غني زیاتوي چې عمران خان ته یې کابل ته د سفر بلنه ورکړې.

د جولای پر ۲۵مه، په انتخاباتو کې تر زیاتو څوکیو ګټلو یوه ورځ وروسته په لومړۍ وینا کې عمران خان ویلي ول چې د افغانستان د سولې پوره هڅه به کوي.

خان هغه ورځ زیاته کړې وه چې دی غواړي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې د اروپايي ټولنې په څېر خلاصې وي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن له نتیجو سره سم، تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ (ولسي جرګې) ۱۱۶ څوکۍ ګټلې دي چې تر ټولو زیاتې البته د حکومت جوړولو لپاره کافي نه دي.

عمران خان په خپل انتخاباتي کیمپېن کې د بهرنیو چارو پر تګلارې بحث نه وو کړی خو تر ټاکنو وروسته په لومړۍ وینا کې یې له بېلا بېلو هېوادونو سره د اړیکو لا پیاوړي کولو او له ځېنو نورو سره یې د تعلقاتو ښه کولو ذکر وکړ.

ده وویل، د افغانستان د سولې ټینګښت لپاره به له امریکا سره خبرو ته دوام ورکوي او دا چې له واشنګټن سره متوازن اړیکي غواړي.

XS
SM
MD
LG