عمران خان به د مسلم لیګ نواز پر تېر شوي حکومت د نیوکو پر وخت تور پورې کاوی چې د ده په وینا ملک یې له اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخامخ کړی دی.
اوس چې عمران خان په خپله د حکومت جوړولو پر لور روان دی نو پوښتنه دا راپورته کېږي چې د ده حکومت به له کومو ننګونو سره مخامخ وي؟
د مشال راډیو خبریاله فرخنده اسد په دې اړه په اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون د اقتصادي چارو استاد او لیکوال معراج حمید ناصري سره غږېدلې ده.
-
فرخنده اسد
فرخنده اسد د مشال راډیو خبریاله وه چې د پاکستان او افغانستان په اړه یې د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوله.