د لاسرسي ځای

تازه خبر

'لویه ملي ټلواله' په افغانستان کې نوی سیاسي اتحاد


د افغانستان د لوی ملي ائتلاف غړیو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د خپل موجودیت د اعلان پرمهال د هېواد د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندیښنه وښوده.

د دغه ټلوالې غړی او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور وايي، د حکومت د بې کفایتۍ له امله ورځ تر بلې په افغانستان کې وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

نوموړی وايي، دغه ټلوالې به د وضعیت د ښه کېدو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او اغېز څخه استفاده وکړي.

عطا محمد نور
عطا محمد نور

نوموړي زیاته کړه:​

"تاسو پوهېږئ چې بې وزلي او جګړه، قومي کرکې‎، د یوې ځانګړې کړۍ له لورې د ځانغوښتنې هڅه، د څو کسانو په لاس کې د واکمنۍ راڅرخېدل، هغه څه دي چې په دې هېواد کې چیغې وهي او هېواد یې له کړکېچ سره مخامخ کړی دی نو د دغه وضعیت سمول زموږ او ستاسو ګډه ذمه واري ده."

په دغه ټلواله کې د اوسني او پخواني حکومت یوشمېر لوړپوړي چارواکي د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون، د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر، احمد ضیا مسعود، د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل، زلمی رسول او یو شمېر نور کسان شامل دي.

د دغه ټلوالې غړي وايي، ډېر ژر به خپله سیاسي کړنلاره هم اعلان کړي او له پاتې سیاسي ډلو ټپلو د خپلولو هڅې به هم جاري وساتي.

جمهوري ریاست بیا د افغانستان د لویې ملي ټلوالې د رامنځته کېدو په اړه په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې دوی د هر هغه سیاسي خوځښت او بهیر ملاتړ کوي چې پروګرامونه یې د افغانستان له اساسي قانون سره سمون ولري.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې حکومت تل په مهمو مسایلو کې د سیاسي جریانونو، ګوندونو او افرادو نظریات په پام کې نیولي او دا د افغانستان خلک دي چې کولای شي په انتخاباتو کې د ټولو مسایلو په اړه ښه قضاوت وکړي.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د سیاسي ګوندونو پر ادرس تندې نیوکې کړې وې.

د افغانستان د لویې ملي ټلوالې غړی او د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق بیا وايي، د حکومت له لورې په ملي بهیر کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو څنډې ته کول په هېڅ وجه دوی ته د منلو نه دي.

محمد محقق
محمد محقق

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت غوږونه باید خلاص کړو او داسې فکر دې نه کوي چې یو څو ګوندونه راغلل او د انتخاباتو په اړه یې یوه پاڼه راکړه او که مو ورسره لانجه وکړه نو وبه ډار شي، دا ګوندونه د ورکېدو نه دي، یا د انتخاباتو په اړه د سیاسي احزابو طرحه دې ومني او شفافو انتخاباتو ته دې زمینه برابره کړي او که داسې نه کوي نو بیا دې د دغه ائتلاف له لورې سیاسي حرکتونو ته په تمه وي."

محقق وايي چې دا ځل دې حکومت د دوی رامنځته شوی ائتلاف او غوښتنې بابیزه نه ګڼي، ځکه په خبره یې دوی له مشروع سیاسي لارو د خپلو حقونو ترلاسه کولو ته ژمن دي او که ور نه کړل شي په زور به یې تر لاسه کړي.

په افغانستان کې د لویې ملي ټلوالې تر رامنځته کېدو وړاندې د افغانستان ژغورنې ټلوالې او ځینو نورو سیاسي جریانو هم تشکیل شوي دي خو دوی به څومره سیاسي اغېز ولري، اوس یې په اړه ویل تر وخت وړاندې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG