د لاسرسي ځای

تازه خبر
یو سړی د جولای پر ۲۶مه په اخبار کې نتیجې ویني
یو سړی د جولای پر ۲۶مه په اخبار کې نتیجې ویني

د پاکستان په انتخاباتو کې تحریک انصاف زیاتې څوکۍ ګټلې دي

د جولای پر ۲۵مه، د پاکستان د قامي او صوبايي اسمبلیو نتیجې راروانې دي او لومړنۍ، نارسمي او غیر حتمي پایلې ښيي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلې دي. مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند پر دویم او درېیم نمبر ښکاري.

  • په پاکستان کې د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند او متحده مجلس عمل مشرانو د جولای پر ۲۵مه د شویو انتخاباتو نتیجې رد کړې دي.
  • له لومړنیو، نارسمي او غیر حتمي نتیجو سره سم، د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.
  • د جولای پر ۲۵مه شپې ناوخته د مسلم لیګ (ن) مشر میا شهباز شریف خبري غونډې ته وویل، په ټول سیاسي ژوند کې یې داسې ډاروونکی حالت نه وو لیدلی.
  • ده وویل:“له یو شمېر سیمو څخه راته شکایتونه راغلل چې زموږ د ووټونو اېجنټان له مرکزونو ایستل شوي ول. له ما سره ویډیوګانې دي چې په ملتان کې زموږ ښځینه کارکوونکو ژړل چې موږ وبښئ.”
  • شریف زیاته کړه چې په لاهور، راجنپور، خیبر پښتونخوا او یو شمېر نورو سیمو کې یې له ګوندي غړو سره ناروا چلند وشو.
  • د پیپلز ګوند یوه مشر او سېنېټر میا رضا رباني هم د شپې مهال خبریالانو ته په وینا کې ورته خبره وکړه.
  • ده تور پورې کړ چې انتخاباتي کمېشن او نګران حکومت د رڼو ټاکنو په کولو کې ناکامه شول.
  • “موږ پر دې نتیجو اندېښنې لرو. د پاکستان پیپلز ګوند پولېنګ اېجنټان د رایې ورکولو له مرکزونو ایستل شوي ول.”
  • رباني وویل، دا ډول انتخابات به خطرناکې پایلې ولري.
  • هلته د متحده مجلس عمل په نوم د مذهبي ګوندونو اتحاد یوه مشر مولانا فضل الرحمان هم تور پورې کړ چې په ټاکنو کې درغلي شوې او ویې ویل چې پر دې موضوع به ژر ټولګوندیزه غونډه وروغواړي.
  • خو د پاکستان تحریک انصاف یوه مشر شاه محمود قریشي د ټولو سیاستوالانو تورونه رد کړل او ویې ویل چې ګوند یې د عمران خان په مشرۍ لوړ مقام ته ورسېد.
  • اسوشي اېټډ پرېس اژانس او پاکستانۍ رسنۍ وايي، لومړۍ نارسمي نتیجې ښيي چې پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ ډېرې څوکۍ ګټلې دي.
  • د جولای پر ۲۵مه، میلیونونه خلکو د قامي اسمبلۍ ۲۷۲ څوکیو لپاره رایې واچولې. هر ګوند چې له دې څخه ۱۳۷ څوکۍ وګټي هغه وفاقي حکومت جوړولای شي.
  • له دې علاوه د قامي اسمبلۍ ۶۰ څوکۍ د ښځو او ۱۰ یې د لږکیو لپاره ځانګړې دي. پر دې څوکیو خلک رایه نه اچوي بلکې هر ګوند چې څومره زیاتې څوکۍ ګټي، هومره زیاتې ځانګړې څوکۍ تر لاسه کوي.
  • لومړني اټکلونه ښيي چې د عمران خان ګوند ښايي څه د پاسه ۱۰۲ څوکۍ وګټي.
  • رسنۍ وايي، مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ پر ۶۶ او پیپلز ګوند پر ۳۹ حلقو مخکې وو.

د مشال راډیو په دې ژوندي بلاګ کې به ټوله ورځ درسره نارسمي او غیر حتمي نتیجې شریکې کړو.

۱۹:۴۲ ۲۶.۷.۲۰۱۸

د جولای پر ۲۵مه په پاکستان کې د شویو انتخاباتو نتیجې ښيي چې پاکستان تحریک انصاف ګوند زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

تر دې وروسته مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ ګټلې دي او پیپلز ګوند پر درېیم مقام دی.

خو د پاکستان ۱۱مې ټولټاکنې داسې وې چې پکې ځېنو لویو او پخوانیو سیاستوالانو څوکۍ وبایللې.

که د خیبر پښتونخوا او د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو مثال ورکړو نو هلته د لویو ګوندونو مشرانو هم پارلېمان ته لار پیدا نه کړای شو.

د پاکستان په انتخاباتو کې د بایلونکو لویو پښتنو سیاستوالانو په اړه مو ځانګړی فیچر رپورټ جوړ کړی چې تاسې یې په لاندیني لېنک کې لوستای شئ:

د پاکستان په ټاکنو کې بايلونکي مشهور سياستوال

۱۹:۲۸ ۲۶.۷.۲۰۱۸

عمران خان وايي د درغلۍ ضد به اقدامات کوي، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکي ښه کوي

پراګ - د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په خپله وینا کې ویلي دي چې د واک تر لاسه کولو وروسته به د درغلیو او اداري فساد ضد اقدامات کوي.

نوموړي د جولای پر ۲۶مه تر انتخاباتو وروسته په خپله لومړۍ ولسي وینا کې وویل، په کورنۍ او بهرنیو تګلارو کې بدلونونه راولي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن او دولتي ټېلېوېژن له معلوماتو سره سم، د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ زیاتې څوکۍ تر لاسه کړې دي.

افغانانو د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او تر هغې مخکې د کورنۍ جګړې پر مهال زښت مشکلات ګاللي.
عمران خان

مسلم لیګ (ن) تر دې وروسته زیاتې څوکۍ ګټلې دي او پیپلز ګوند پر درېیم مقام دی.

خو مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند د انتخاباتو نتیجې رد کړې دي.

عمران خان په خپله وینا کې ټولو ګوندونو ته دعوت ورکړ چې پر هرې حلقې چې د درغلۍ شک لري، دی ورسره په پلټنو کې همکارۍ ته تیار دی.

د تحریک انصاف ګوند مشر په خبرو کې د کورنۍ او بهرنۍ تګلارې مهمې نکتې بیان کړې.

د کورنیو چارو تګلاره

  • د حکومتولۍ سمول او د ولس ژوند اسانول
  • د بهرنۍ پانګونې لپاره حالات سازول
  • د بېوزلۍ او غربت پر ضد اقدامات
  • اقتصادي اصلاحات راوستل
  • د لوړپوړو چارواکو، وزیراعظم او وزیرانو ژوند ساده کول:”په غریب هېواد کې د ولس د ټیکسونو په پیسو په ماڼیو کې اوسېدل ناسم کار دی. “
  • د اداري فساد او درغلۍ ضد پراخ اقدامات

د بهرنیو چارو تګلاره

چین

  • په پاکستان او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت او له ګاونډیو سره ښه اړیکي.
  • له چین سره د تعلقاتو پراخول، د چین – پاکستان اقتصادي لار پر ارزښت ټینګار.
  • له چینه د غربت ختمولو او درغلۍ ضد اقداماتو په اړه د سبق اخیستو لپاره هلې ځلې کول.

افغانستان

  • افغانانو د ترهګرۍ پر ضد په جګړه او تر هغې مخکې د کورنۍ جګړې پر مهال زښت مشکلات ګاللي. افغانان سوله غواړي او پاکستان دویم هېواد دی چې هلته سوله غواړي.
  • د افغانستان د سولې لپاره هڅې کول.
  • له افغانستان سره د داسې اړیکو هیله چې پکې د اروپايي ټولنې په څېر پولې خلاصې وي.

امریکا

  • له امریکا سره د داسې اړیکو جوړول چې اسلام اباد و واشنګټن دواړو ته ګټه ورسوي.
  • له واشنګټن سره ګټور او متوازن تعلقات ټینګول.

هند

  • عمران خان له هندیو رسنیو ګیله وکړه چې د انتخاباتو پر مهال یې دی د هندي فلمونو بدمعاش په څېر وښود او دعوه یې وکړه چې که دی واکمن شي نو د نوي دلي لپاره به ښه نه وي.
  • عمران خان وویل، له هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخول او د کشمیر پر مسلې خبرې کول غواړي:”که [هند] زموږ لوري ته یو پل واخلي، موږ به دوه قدمه مخکې ورشو. “

له ایران او سعودي عرب سره اړیکي

  • له ایران او سعودي عرب سره د اړیکو پراخول، لا پیاوړي کول.
  • عمران خان زیاته کړه چې اسلام اباد په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ ختمولو لپاره د منځګړي رول ادا کولو ته تیار دی.
۱۶:۵۸ ۲۶.۷.۲۰۱۸

د جنوبي وزیرستان ۴۹مې حلقې صورتحال

د جنوبي وزیرستان انتظامي او انتخاباتي مشر ویلي، د ۴۹مې حلقې په اړه یې نتیجه نه ده اعلان کړې.

تر دې مخکې له جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ ۴۹مې حلقې ته نوماند او د پارلېماني پخواني غړي مولانا جمال الدین دعوه کړې ده چې انتخابات یې ګټلي دي.

خو انتظامي او انتخاباتي مشر سهېل احمد خان د جولای پر ۲۶مه مشال راډيو ته وویل چې له ځېنو پولېنګ سټېشنو څخه ووټونه لا پر لار دي او دفتر ته یې نه دي رسېدلي.

ده زیاته کړه چې د ۴۹مې حلقې په اړه یې د هېچا د بریا یا بایلات اعلان نه دی کړی.

۱۶:۲۸ ۲۶.۷.۲۰۱۸

د جولای پر ۲۵مه د خیبر پښتونخوا په دیر کې تر کلونو وروسته ښځو په لومړي ځل خپل ووټونه وکارول.

تر دې مخکې په سیمه کې به سیاسي ګوندونو او خلکو جرګې کولې او ښځې به یې له ووټ ورکولو ګرځولې.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان پارلېمان د هېواد په انتخاباتي قانون کې بدلون وکړ او دا شرط یې پکې کښېښود چې که په یوه حلقه کې د ښځینه ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به ټاکنې باطلېږي.

همدې ته په کتو، په اکثرو سیمو کې خلک او ګوندونه اړ شول چې ښځې هم د رایې کارولو ته وهڅوي.

د دیر یو شمېر ښځو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، خوشاله دي چې بالاخره ورته د ووټ ورکولو حق ورکړل شوی دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG