د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي جنرال: اوربند د افغان سولې هيلې زياتې کړې دي


جنرال جوزېف ووټل

کابل د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ جنرال جوزېف ووټل وايي چې په افغانستان کې له تېر اوربند سره د سولې لپاره د ټولو خواوو هيلې زياتې شوې دي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ جنرال جوزېف ووټل دغه څرګندونې د زمري په لومړۍ نېټه، افغانستان ته د سفر پر مهال په کابل کې د ناټو او امريکايي ځواکونو په مرکزي قوماندانۍ کې د جنرال نېکولسن سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د هڅو او هلو ځلو له امله په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه شوي، خو نور ډېر کارونه پاتې دي چې بايد ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، افغان امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، خو دوى نورې روزنې، همکارۍ او وخت ته اړتيا لري، څو له طالبانو او داعش ډلې سره سمه مقابله وکړي.

جنرال ووټل د سوېلي اسيا په اړه د امريکا د ولسمشر ستراتېژي بريالۍ وبلله او ويې ويل چې په ښه توګه د پرمختګ په حال کې ده.

د هغه په وينا، د همدې ستراتېژۍ له مخې، ولسمشر اشرف غني وکولى شول چې په تېر اختر کې له وسله والو طالبانو سره يو اړخيزه اوربند وکړي .

ده زياته کړه : (( که څه هم دا لنډمهاله اوربند و، خو ټولو خواوو ورته درناوى وکړ او د سرغړونو ډېر کم راپورونه ورکړل شوي وو.))

د هغه په وينا، دغه اوربند په افغانستان کې د سولې لپاره د خلکو هيلې نورې هم زياتې کړې دي، نه يواځې د خلکو له خوا بلکې په دې جګړه کې د ښکېلو جنګياليو له خوايې هم هرکلى وشو.

جنرال ووټل وايي، ددې ترڅنګ پوځي فشارونه هم ددې لامل کېداى شي چې د سياسي جوړ جاړي لاره هواره کړي.

دغه امريکايي جنرال وويل چې دفشار په نورو برخو کې د وسله والو طالبانو د عايداتو پر سرچينو چې له نشه يي توکو څخه دي، هوايي بريدونه وشول .

هغه زياتوي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت شپږ واړه قول اردوګانې په يرغليز حالت کې دي، په تېر پسرلي کې يې په يو وخت کې په ١٣ ولايتونو کې يرغليز عمليات ترسره کول.

جنرال ووټل د افغانستان راتلونکو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو ته په اشارې سره وويل چې له ننګونو سره سره بيا هم نږدې نهه ميليونه رايه ورکوونکو نوم ليکنه کړې چې د ټولو رايه ورکوونکو ٧٠ سلنه جوړوي.

دى وايي، له افغان امنيتي ځواکونو سره د نړيوالې ټولنې ملاتړ او همکاري ادامه لري او د ناټو ٢٩ غړو هېوادونو او ١٢ متحدينو د ناټو په تېره سرمشريزه کې د اوږود مهاله مالي ملاتړ ژمنې وکړې.

د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان زياتوي چې د سوېلي اسيا ستراتېژۍ او د پاکستان همکارۍ سره به دافغان کشالې سياسي جوړ جاړي ته لاره هواره شي.

ده زياته کړه: (( موږ له پاکستان سره له نږدې کار کوو چې د افغان شخړې په هواري او سوله پروسه کې خپل رول ولوبوي، اوس ددې وخت رارسېدلى چې پاکستان مثبت رول ادا کړي.))

جنرال ووټل له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او ا فغان سولې پروسې سره خپله همکاري په عمل کې ثابت کړي. هغه وايي چې افغانان، ځينې طالبان، د سولې کاروانونه، د سيمې او نړۍ عالمان په غير مشروط ډول د سولې ملاتړ اوغوښتنې کړې او د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې يې ملاتړ کړى دى.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

'په مومندو کې به تاڼې د ولس په خوښه جوړېږي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG