د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستانیو ټاکنو کې د سختدریځو ډلو د مشرانو پر نوماندۍ اندېښنه ښودلې


پر حافظ سعید په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ بریدونو اداره کولو تور دی
پر حافظ سعید په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ بریدونو اداره کولو تور دی

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۱مه یو بیان جاري کړی چې وايي د پاکستان په راتلونکو عامو انتخاباتو کې له ناقانونه سخت دریځو ډلو سره د تړلو امېدوارانو برخه اخیستلو واشنګټن اندېښمن کړی دی.

دا بیان زیاتوي چې د لشکر طیبه په څیر تر نړیوالو بندیزونو لاندې له ترهګرو ډلو سره د تعلق لرونکو انتخاباتي امېدوارانو په اړه یې خپلې انديښنې له اسلام اباد سره شریکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې لا له وړاندې بېلا بېلو سیاسي ګوندونو په دې اړه اندېښنې څرګندې کړي، په دې اړه سیاستوال او پخوانی سېنېټر افراسیاب خټک وايي:

((په پاکستان کې دننه هم خلک دې مسلې ډېر اندېښمن کړي دي. که دا سختدریځي خلک په انتخاباتو کې بریالي شي او پارلېمان ته ورشي نو د ترهګرۍ پر ضد به څنګه کارروايي کېږی؟ بیا به ویل کېږي دوی نشو نیولای ځکه چې دوی د عوامو نماینده ګان دي. دا راز دغو سختدریځو خلکو خو هم تر اوسه خپلې هلې ځلې بندې کړې نه دي او نه یې هم د خپلو مخکینیو کړنو غندنه کړې او نه یې معافي غوښتې. نو زما په نظر دا له امریکا څخه زیاته د پاکستان لپاره هم خطرناکه خبره ده.))

خو د سیمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزی وايي، که داسې کسان له سخت دریځۍ او نورو غیر قانونه هلو ځلو لاس واخلي او په اینده کې د قانون او ایین د احترام ژمنه وکړي نو په عمومي بهیر کې شاملېدل یې د تشویش خبره نه ده:

((یو خو زما په نظر ممکنه نه ښکاري چې دوی انتخاباتو کې بریالي شي او د پارلېمان غړي جوړ شي. تر څه حده ووټونه به واخلي خو بریالي کېدل یې ګرانه ده. بله دا چې که دوی د انتخاباتو د امېدوار جوړېدو لپاره ټول شرایط پوره کوي، یعنې ایین او قانون مني، او د الېکشن کمېشن تر قوانینو لاندې په انتخاباتو کې برخه اخلي نو زه فکر نه کوم چې دا به د اندېښنې وړ خبره وي.))

بلخوا الېکش کمېشن وايي، دوی خپله هم څارنه کوي او که څوک یې ورته په ګوته کړي چې کوم انتخاباتي امېدواران د ناقانونه ګرځول شویو ډلو دي نو پر ضد به یې هرومرو کارروايي وکړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG