د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني سېنېټران د انتخاباتو شفافیت په اړه اندېښنې لري


په پاکستان کې انتخابات د جولای پر ۲۵مه کېږي
په پاکستان کې انتخابات د جولای پر ۲۵مه کېږي

پراګ - د پاکستان د سېنېټ پخواني مشر او د پیپلز ګوند سېنیټر رضا رباني یو وار بیا د هېواد د راتلونکو انتخاباتو په اړه پوښتنې پورته کړي او ویلي یې دي چې په دې حالاتو کې ازادانه او منصفانه انتخابات ممکن نه ښکاري.

نوموړي دغه څرګندونې د جولای پر ۲۱مه د سېنېټ په غونډه کې کړي دي. د پیپلز ګوند سېنېټر بهره مند تنګي چې په دې غونډه کې هم موجود وو، په دې اړه مشال رېډیو ته وویل:

((پخوا به له انتخاباتو پس د درغلیو تورونه لګیدل اوس مونږ له مخکې چغې وهو چې درغلي روانه ده. د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ګوند د مشرانو د کمپاینونو پر وړاندې خنډونه دي. خو یو ځانګړي ګوند ته هر چېرې د کمپاین کولو اجازت دی. نو په دې حالاتو کې به شفاف او منصفانه انتخابات څنګه کېږی؟))

سېنېټر بهره مند تنګی زیاتوي چې الېکشن کمېشن او نګران حکومت دې ټولو سیاسي ګوندونو ته د خپلو انتخاباتي کمپیانونو کولو موقعې برابرې کړي.

دا راز د مسلم لیګ نواز ګوند سېنېټر محمد جاوید عباسي تور لګوي چې په هېواد کې د یو خاص ګوند د بریالي کولو هڅې روانې دي. نوموړی وايي:

((سېنېټر رضا رباني چې کومې پوښتنې وکړې نو دغه پوښتنې د مسلم لیګ نواز ګوند هم دي بلکې له یو خاص ګونده علاوه ټول سیاسي ګوندونه دا نظر لري چې په انتخاباتو کې ورته خنډونه پیدا شوي او د یو ګوند د بریالي کولو هڅې روانې دي. د مسلم لیګ نواز ګوند مشران نیول کېږي، کارکوونکي یې نیول کېږي، نو په داسې حالاتو کې به څنګه ازاد او شفاف انتخابات وشي؟ پکار ده چې الیکشن کمېشن په غیر جانبدارانه توګه په دې لړ کې خپل کردار ترسره کړي.))

بلخوا الېکشن کمېشن وايي دا تاثر سم نه دی چې ګني ځېنې ګوندونو ته په نورو ترجیح ورکول کېږي. د کمېشن یو چارواکی خوشال خان وايي د عدالت په حکم د احتساب اداره هم د انتخاباتي امیدوارانو پر ضد له کاروایانو منع کړل شوې ده:

((دا خبره سمه نه ده چې الېکشن کمېشن د ځېنو ګوندونو مخالفت او د کوم خاص ګوند حمایت کوي. موږ ټولو ګوندونو ته یو شان موقعې ورکوو. خو سیاسي ګوندونو ته پکار دي چې رسنیو ته د وینا تر څنګ موږ ته هم په لیکلې بڼه خپل شکایتونه راورسوي. په رسنیو کې د ځېنو ګوندونو پر انتخاباتي امېدوارانو د فشار اچولو خبرې هم کېږي نو پکار ده چې دغه الېکشن کمېشن ته رپورټ کړي، دا زمنږ ذمه واري ده چې بیا اقدامات وکړو.))

د پاکستان نګران حکومت په بیا بیا ویلي چې د سیاسي ګوندونو ټولو اندیښنو ته پام کوي او ژمن دی چې راتلونکي عام انتخابات به بې پلوه، منصفانه او په ازادانه توګه تر سره کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG