د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نرښځيان به هم د انتخاباتو څارنه کوي'


د نوو قوانینو تر مخه نرښځيانو ته د انتخاباتو لپاره ځانګړي حقونه ورکړل شوي دي او دوی به ګوري چې عمل ورباندې کیږي او که نه.

په پاکستان کې د ټرسټ فار ډیموکرېټک اېجوکیشن اینډ اکاونټیبیلیټي په نوم د جمهوریت د ودې ادارې او د بشري حقونو د دفاع نورو یو شمېر ادارو د جولای پر ۲۵ مه نېټه د عامو انتخاباتو د څار او مشاهدی لپاره ۱۲۵ نرښځيان ګمارلي دي.

په دغه اړه د ټرسټ یو چارواکي زاهد عبدالله د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې له ټول پاکستان څخه يې ۱۲۵ نرښځيان غوره کړي او د هغوی روزنه يې کړې ده. دوی به په پېښور، کراچۍ، لاهور، کوټه او اسلام اباد کې د انتخاباتو په ورځ د انتخاباتي عمل کتنه کوي.

دا چې دا نرښځيان به د انتخاباتو په ورځ کومې ذمه وارۍ پوره کوي؟ په دې اړه په پېښور کې د ټرانس اېکشن په نوم د نرځيانو د حقونو د ادارې مشر قمر نسیم وایي چې د نوو قوانینو تر مخه نرښځيانو ته د انتخاباتو لپاره ځانګړي حقونه ورکړل شوي دي او نرښځيان به ګوري چې عمل ورباندی کېږي او که نه.

د ارزو په نوم د پېښور یو نرښځی وايي چې ډېره خوشحاله ده چې د انتخاباتو د څار لپاره منتخب شوې ده خو وایي په سیمه کې د امنیت د خرابي وضعې په اړه انېیښمنه ده.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د انتخاباتو د څار لپاره د فیر اینډ فري الیکشن نیټ ورک په نوم د جمهوریت د ودې د یوې بلې ادارې له خوا هم د انتخاباتو په ورځ ۱۹۰۰۰څارونکي ګمارل شوي دي چې د قامي اسمبلۍ په ۲۷۲ حلقو باندې به خپل کار ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG