د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا حکومت دې هنرمندانو ته میاشتنۍ تنخاه ودروي


فایل فوټو
سید رحمان شینو
فایل فوټو سید رحمان شینو

پېښور های کورټ خېبر پښتونخوا حکومت ته حکم کړی چې ځينو هنرمندانو او ادیبانو ته هره مياشت ورکول کېدونکې۳۰ زره روپۍ دې ودروي.

دا پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې د پښتو ډرامو يو ډايريکټر اشفاق طورو په عدالت کې مقدمه واچوله او وي ويل چې ۵۰۰ هنرمندانو ته ورکول کېدونکې پېسې په شفافه توګه نه ورکول کېږي.

اشفاق طورو له مشال رادیو سره په خبرو کې وویل، دا د ذکات فنډ وو نو دا حق د غریبانانو کېدو په دې کې د دوی تېروتنې داوو چې په ورځپاڼو کې يې ورته اعزازیه لېکلې وه او چې کله يې فارم ورکړل نو هغې کې يې د مالي مرستو منصوبه لیکلې وه نو دا خو بیا د غریبانانو کېږي.

نوموړي وویل، په دې کې دوی ډېرې سرغړونې کړي دي دوی ویل په دې کې به ولسم ګرېډ افسر نه وي هغه پکې هم شامل دی دوی ویل چې په دې کې به د یو کوره دوه کسان نه کېږي نو دې کې داسې کسان هم شته چې درې درې کسان په کې له یوه کوره دي دوی ویل چې څوک د اکېډمي ادبیات نه وظیفه اخلي هغوی ته به نه ورکول کېږي نو هغه پکې هم شامل دي نو موږ دا وایو چې څوک پخواني هنر مندان دي او حق دار دي نو هغوی ته دې ورکړل شي.

په دې اړه د خېبر پښتونخوا د کلتور څانګې ډپټي ډایرېکټر شهباز خان مشال رادیو ته وویل، دوی د دې عمل لپاره د خېبر پښتونخوا د نامتو هنرمندانو او پوهانو کمېټي جوړه کړې وه او هغوی د دې کسانو نومونه دوی ته ورکړي وو او دوی یوازې مستحق هنر مندانو ته امداد ورکړي.

نوموړي وايي، دوی د دې لپاره یوه کمېټي جوړه کړې وه او هغې ته يې پوره واک ورکړې وو او په دې کې د حکومت هېڅ عمل دخېل نه وو او کمېټۍ په مېرټ دا کار کړې دی نو په دې کې د کلتور ډایرېکټر یا ډپټې ډایرېکټر او د کلتور د سېکتر کار وو کمېټۍ ډېر په غور هر څه کړي او بیا يې دوی ته نامې ورکړي چې دې کسانو ته پېسې ورکړي نو کوم کسان چې عدالت ته تللي دي نو دا دوی حق دی. خو دوی هر څه د قانون مطابق کړي دي.

بلخوا د ټاکنې کمېټۍ د یو غړي شاعر ادیب او پروفېسر اباسین یوسفزي وپوښتل نو هغه د درخواست ورکونکو تورونه رد کړل او وویل چې دوی د اهلیت په بنیاد د هنرمندانو فنکارانو او شاعرانو نومونه غوره کړي دي.

نوموړي وايي، ترڅو پورې د دوی د ۲۷ تنې کمېټۍ تعلق دی نو دغه کمېټي به په دې متفق کېده نو د هغې وروسته به موږ مخکې تللو او دوی له څه کم درې زره درخواستونه راغلي ول نو چې اوس کوم خلک ګيله کوي نو هغوی دې لومړی خپل ځان او خپل موقف وګوري چې په دغه څه کم درې زره کسانو کې د هغه څه پوزیشن دی نو دوی چې کوم خلک غوره کړي د هغوي ټول ریګارډ موجود دی هر څه په ډاګه دي او چې د نړۍ کوم عدالت ته ځي نو لاړ دې شي.

د سږ کال د مې په پنځمه نېټه د خېبر پښتونخوا حکومت د کلتور څانګې لخوا هغه ۵۰۰ مستحق هنرمندانو فنکارانو او شاعرانو ته د میاشت په سر د دېرشو زرو روپو د مالي مرستو یا وظیفو لړۍ پیل کړه او په دغه موقه يې په نشتر هال کې یوه غونډه هم کړې وه چې له ټول خېبر پښتونخوا فنکارانو او هنرمندانو او حکومتي چارواکو په کې ګډون کړي وو.

هم دا شان تېر کال هم صوبايي حکومت له فنکارانو سره د امداد دا لړۍ تر د نهه میاشتتو روانه ساتلې وه او هره میاشت به يې له فن سره تړلې خلکو ته ۳۰ زره روپۍ ورکولې.

XS
SM
MD
LG