د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د مسلیم لیګ ن یو امېدوار له بریده روغ وتلی دی


فایل فوټو
کراچۍ کې یو کس ورځپانه لولي
فایل فوټو کراچۍ کې یو کس ورځپانه لولي

د پنجاب صوبې پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل، پر شېخ افتاب احمد او د هغه پر زوی سلمان سرور د دوشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال د اټک په سیمه کې برید وشو چې له یوې انتخاباتي غونډې خپل کور ته ستنېدل.

پولیس وايي د افتاب احمد په موټر درې مرمۍ لګیدلې خو نوموړی له برید روغ وتلی دی. د هغه زوی سلمان سرور د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ ته ولاړ دی.

شېخ افتاب احمد د پاکستان پارلماني ټولټاکنو ته د مسلیم لیګ ن امېدوار دی. نوموړی د پخواني وزیر اعظم نواز شریف په کابینه کې وزیر وو.

شېخ افتاب احمد د پاکستان پارلماني ټولټاکنو ته د مسلیم لیګ ن امېدوار دی. نوموړی د پخواني وزیر اعظم نواز شریف په کابینه کې وزیر وو.​

په پاکستان کې انتخابات د جولای په ۲۵ مه نیټه ترسره کیږي.

سږ کال ددې انتخاباتو لپاره روانې انتخاباتي مبارزې د تاوتریخوالي له یوې څپې سره مخامخ دي.

د سیاسي چارو شنونکي په پاکستان کې اوسنی وضیعت د سیاسي کارکنانو، خبریالانو او په دې هېواد کې د پوځ مخالیفو څېرو د ځپلو هڅه بولي.

د جولای په ۱۳ مه نیټه په بلوچستان صوبې په مستونګ کې د یوې انتخاباتي غونډې پر مهال یوې ځانوژونکې حملې د یو سیمه ایز امېدوار په شمول ۱۵۰ کسان ووژل او تر ۱۸۰ زیات نور یې ټپیان کړل. په همدې ورځ په بنو کې د جمعیت علما اسلام ف یوه مخکښ او د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر اکرم خان دراني پر انتخاباتي کاروان په یوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژلي ول.

تر هغې مخکې د جولای پر لسمه نېټه په پېښور کې د عوامي نیشنل ګوند په یوه غونډه کې چاودنه شوه چې لږ تر لږه شل کسان پکې ووژل شول چې پکې یو یې د ګوند یو مخکښ کاندید هارون بلور هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG