د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې وزیرستانیو کډوالو لپاره د کسبونو د زده کړې پروګرام پیل شو


خوست کې وزیرستانیو کډوالو لپاره د کسبونو د زده کړې پروګرام.
خوست کې وزیرستانیو کډوالو لپاره د کسبونو د زده کړې پروګرام.

نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې میشتو لسګونو وزګارو او بې کسبه وزیرستانیو کډوالو لپاره په څلورو برخو کې د کسبونو او حرفو د زده کړې شپږ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.

د دې برنامې نیمايي برخه ښځې جوړوي، چې هغوی ته به په ځانګړي ډول د خیاطۍ او ګلدوزی په حرفو کې زده کړې ورکړل شي.

دا برنامه چې شپږ میاشتې دوام کوي او د UNHCR یا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری دفتر يې مالي لګښټ پر غاړه لري، د پروګرام په پای کې به ټولو فارغانو ته د اړوند کسب بستې او د شخصي کارونو د پیل لپاره یوه اندازه نقدې مرستې هم ورسره ورکړل شي.

په خوست کې د میشتو ۱۲۰ وزیرستانیو کډوالو لپاره چې کار او کسب نلري او کورنۍ يې په اقتصادي ستونزو کې دي، د موټر سایکلو د ترمیم، د اوبو د نلدوانۍ، خیاطۍ او ګلدوزی په څلورو برخو کې د کسب د زده کړو شپږ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.

یاده برنامه چې د پلي کیدلو مسوولیت د افغان کډوالو سره د ډنمارک د مرستې کمیټې(GTZ) پر غاړه اخیستی، ولایتي مسوول يې انجینر محمدسعید مشال راډیو ته وویل، چې د برنامې په جریان کې ګډونوالو ته د عملي او نظري زده کړو معیاري او وړ شرایط برابر شوی دي.

انجینر محمدسعید زیاته کړه:

((دا پروژه په بنیادي ډول د شمالي وزیرستان پر کډوالو متمرکزه ده، اویا سلنه به دوی وي او متباقي داخلي بې ځایه شوي، ټول ۱۲۰ شاګردان دي، چې په څلورو رشتو کې روزل کیږي، پدې کې نیمايي ښځې او نیمايي نور يې ناریته دي، د کورس موده شپږ میاشتې ده او په پای کې به هر یو شاګرد ته د اړوندې حرفې د ابزارو بسته ورکول کیږي.))

انجینر محمدسعید وړاندې وویل، چې د برنامې ټولو ګډونوالو لپاره د غرمې د ډوډۍ همدارنګه د تګ او راتګ په خاطر هره میاشت څلور زره افغانۍ معاش او د پروګرام په پای کې ورته د شخصي کارونو د پیل لپاره یوه اندازه پیسې ورکول کیږي.

د یاد شپږ میاشتني پروګرام دوه تنه ګډونوال هم له برنامې خوښي څرګندوي او وايي، چې پخوا يې نه سالمه بوختیا درلوده او نه يې د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه دی.

دوی هیله څرګنده کړه، چې د کسبونو د زده کړو له لارې به هغوی د خپلو اړتیاوو د پوره کولو جوګه شي.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو یو استازی ډاکټر حیات محسود وايي، چې دوی په پرلپسې توګه د حرفوي زده کړو د پروګرامونو غوښتنه کوله، چې بالاخره يې عملاً کار پیل شو.

ده وویل:

((د حرفوي زده کړو پروژه په ګلان کېمپ کې هم عملي کیږي او دلته يې هم افتتاح وشوه، کله چې دا ځوانان فارغ شي، د خپلو زده کړو په اختتام کې به ټولنې او خپل فامیل ته ډېر ښه خدمت وکړي، دا یو مثبت ګام دی او ځوانان به ورته ډېر خوشاله وي.))

د خوست د کار او ټولنیزو چارو رييس احسان الله ځدراڼ وویل، چې د حرفوي زده کړو او مهارتونو د لوړولو د دې برنامې په تعقیب به وزیرستانیو کډوالو لپاره په ګلان کېمپ کې هم ورته برنامې پلي کړي.

ده وویل، د دا ډول برنامو په پلي کیدو سره به له یوې خوا د وزیرستانیو کډوالو لسګونه کورنۍ په اقتصادي ډول پر ځان بسیا شي او بله خوا به د کار مارکیټ ته ماهر کارګران وروپيژندل شي.

د خوست د کار او ټولنیزو چارو رييس په ټوله کې د هېواد په کچه د ځوانانو وزګارتوب یوه جدي ستونزه وبلله او ويې ویل د دوی وزارت پدې وروستیو کې د کار یو ملي کنفرانس جوړ کړی وو، چې تر راتلونکو پنځو کلونو لږ تر لږه د بیکاری د کچې د راټیټولو لارې چارې ومومي.

XS
SM
MD
LG