د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د طالبانو پر زندانونو او مشرانو بریدونه ډېر شوي''


د هلمند والي وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په امر يې د طالبانو پر زندانونو او مشرانو بریدونه ډېر کړي دي.

تورن جنرال محمد یاسین دقیق تر هغه وروسته دغه خبرې کوي چې د افغان کوماندو ځواکونو له‎خوا د سېشنبې په شپه پر یوه زندان د چاپې پر مهال ۸۴ اتیا بندیان راخوشې شول.

تردې وړاندې هم د هلمند د کجکي ولسوالۍ اړوند له یوه زندانه تر سلو ډېر کسان چې څو تنه په‎کې ښځې هم وې، د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال راخوشې شوي وو.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

XS
SM
MD
LG