د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پخوانیو قبايلي سيمو پر خلکو به هېڅ نوي ټېکسونه نه لګېږي'


د قبایلي سیمو نقشه.

د پاکستان نګران وفاقي حکومت وايي، پخوانۍ فاټا د خېبر پښتونخوا برخه جوړيدو وروسته نوي ټېکس به پرې نه لګول کېږي.

دا فېصله د چارشنبې په ورځ د وزير اعظم ناصر الملک په مشري کې شوی د وفاقي کابينې په غونډه کې وکړه.

د اطلاعاتو او قانون نګران وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر د وفاقي کابينې غونډې وروسته مطبوعاتو ته وويل پخوانۍ فاټا او صوبې تر انتظام لاندې سيمې کې چې د ټېکسونو کوم صورتحال وو هغه به هم هغه شان برقرار وي او د مرکز او صوبې ترلاسه کيدونکې فنډ به صرف د پخوانۍ فاټا په پرمختګ خرچ کولای شي.

د نوموړي وينا وه سېلز ټېکس په اړه دا فېصله شوه چې په بجلۍ به هېڅ قسمه سېلز ټېکس نه خو د کورني صارفينو نه دکاندارانو او صنعتونو نه اخستل کېږي او دا به د فاټا او فاټا دواړو لپاره وي.

نوموړي وايي، له فاټا ولس به په ګټې (منافې) انکم ټېکس نه اخستې کېږي.

ده وویل، تېر حکومت دا فېصله کړې چې فاټا او پاټا خلکو به راتلونکي پنځه کالو کسټم ډيوټي نه اخلي نو موږ هم دغه فېصله پر ځای وساتله.

د ذکر ده چې د فېډرل بورډ اف ریونیو (اېف بي ار) چارواکو په دې وروستیو کې ويلي وو قبایلي سیمې اوس په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي او له هغه ځای ارټیکل ۲۴۷ هم ختم کړل شوی نو د نوي قانون ترمخه په دوی د ټېکس نظام لاګو کېږي خو د پخوانۍ فاټا د پارلېماني غړیو په وينا چې له دوی سره حکومت ژمنه کړې چې تر د پنځه کالو به ترې ټېکس نه اخلي.

د ال فاټا سياسي اتحاد پخواني مشر نثار مومند وايي بدامنۍ له جې يې سيمې ډېرې متاثره شوي دي نو حکومت له پکار دي چې نه صرف د راتلونکي ۲۰ کلونو ټېکس نه مثتثنه وساتي بلکې نور مراعات دې ورته هم ورکړي.

له پاټا سره تعلق لرونکې د جماعت اسلامي پخواني پارلېماني استازې صاحبزاده طارق الله وايي، قبايلي سيمې د خېبر پښونخوا برخه جوړولو وروسته د هغه وخت وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ته يې ويلي وو چې ملاکنډ ډويژن افت زده سيمه پاتې شوې ده نو لسو کلونو لپاره دې د ټېکس نه استثنې ورکړي خو پخواني وزير اعظم د لسو په ځای پنځه کالو لپاره ملاکنډ ډويژن د ټېکس نه مثتثنه علاقه وګرځوله او د لنډ مهاله حکومت هم مننه کوو چې دغه فېصله يې پر ځای وساتله.

د یادونې ده چې د پاکستان مسلم لیګ (ن) وفاقي حکومت د مې په ۲۴مه له پارلېمان د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو بل منظور کړی وو او له دې وړاندې د هغه وخت وزیر اعظم شاهدخاقان عباسي اعلان کړی وو چې له قبایلو به تر د پنځه کالو ټېکس نه اخیستل کېږي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG