د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ به د شريف کورنۍ اپيلونو د جولای پای کې اوروي


د پاکستان پخواني وزیر اعظم نواز شریف او د هغه لورمرېم نواز.

اسلام اباد های کورټ د پخواني وزير اعظم نواز شريف، د هغه لور مرېم نواز او زوم کپټن ريټايرډ محمد صفدر ته د احتساب عدالت لخوا ورکړل شوي سزاګانې معطل کولو نه متعلق د مجرمانو په درخواستونو نېب ته نوټس جاري کړی دی.

د سېشنبې په ورځ د اسلام اباد های کورټ جسټس محسن اختر کياني په مشرۍ کې دوه کسېزه بنچ د نواز شريف هغه لور او زوم لخوا په جمع کړل شوو درخواستونو اوريدنه وکړه.

د نواز شريف وکيل خواجه حارث د اپیل په حق کې دلاېل ورکولو پر وخت وويل، احتساب عدالت په ایون فيلډ رېفرنس کې چې کومه فېصله ورکړې نو هغه صحيح نه ده ځکه چې یو خوا عدالت وايي چې د مجرمانو پرضد د درغلو څه ثبوتونه ورته نه دي ترلاسه شوي خو دې باوجود يې ورته سزاګانې واورولې.

د شريف کورنۍ وکيلانو عدالت ته خواست وکړو چې احتساب عدالت لخوا ورکړل شوي سزاګانې دې وځنډوي په کوم چې اسلام اباد های کورټ نېب ته نوټس جاري کړل او اوريدنه يې د روانې مياشتې تر اخري اونۍ پورې وځنډوله.

د اسلام اباد های کورټ دې فېصلې وروسته نواز شريف لور یې مرېم نواز او محمد صفدر به د جولای په ۲۴مه کېدونکو ټولټاکنو لپاره د خپل ګوند انتخابي مهم کې برخه نشي اخستې.

د مسلم ليګ (ن) یو مخکښ صديق الفاروق وايي، دا هر څه نواز شريف د انتخاباتو لرې ساتلو لپاره کېږي د کوم چې به ښې نتېجې نه راوځي.

د نوموړي وينا وه دا خبره د پاکستان دننه او له پاکستانه بهر ټولو ته معلومه ده چې نواز شريف واک نه څه چې سياست د لرې کولو منصوبه اسټبلشمنټ ډېره مخکې جوړه کړې وه او اندازه يې د احتساب عدالت د فېصلې نه کېږي چې په غېر د څه ثبوتونو يې فېصله واوروله خو اسلام اباد های کورټ له پکار وو چې انصاف يې کړې وې او نواز شريف، مرېم نواز او محمد صفدر دې په ضمانت خوشې کړې ول خو له بده مرغه داسې يې ونه کړل.

د ذکر ده چې د شريف کورنۍ وکيلانو د تير ګل په ورځ د احتساب عدالت لخوا اورولې شوو سزاګانو پرضد اسلام اباد های کورټ کې اپيلونه داير کړې وو چې پکې يې په اپيلونو فېصله راتللو پورې د مجرمانو سزاګانې معطله کولو او په ضمانت د خوشې کولو خواست کړی وو.

خو د سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن پخوانې صدر او د قانوني چارو کارپوه قاضي انور وايي پکار دا وو چې د شريف کورنۍ د غړو ضمانت منظور کړې شوې وې ځکه چې نړيوال قانون دا دې چې که څه شک وي نو ګټه يې ملزم ته رسي او په دې کېس کې ډيرې داسې خبرې دي چې شکونه پېدا کوي چې نواز شريف مجرم نه دی خو د جرم ثابتولو لپاره چې کوم کوښښونه کېږي نو هغه غالبا صحيح نه وو.

د یادونې ده چې د اسلام اباد احتساب عدالت د جولای په شپږمه په لندن کې د اپارتمانونو اخيستو یوې قضېې پرسر د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف ته د ۱۰کلونو، مرېم نواز ته د اووه کلونو او د هغې خاوند محمد صفدر ته د یو کال قېد سزا واوروله.

نوازشريف او مرېم نواز د جولای په ۱۳مه او محمد صفدر د جولای په اتمه ځان پوليسو ته وسپاره او درې واړه دا وخت د پنډۍ په اډياله زنان کې قېد دي.

XS
SM
MD
LG