د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمديانو له ټاکنو بايکاټ اعلان کړ


ټاکنې د جولای په پنځهه ويشتمه کېږي
ټاکنې د جولای په پنځهه ويشتمه کېږي

په پاکستان کې د احمديانو تنظيم، د انجمن احمديه له خوا د جولای په ۱۷مه مطبوعاتو ته د خبرپاڼې تر لېږلو وروسته د دې ډلې وياند سليم الدين مشال راډيو ته وويل چې د جولای پنځه ويشتمې د ټاکنو د بايکاټ وجه د انتخاباتو کمېشن له خوا د احمدي رايه ورکونکو لپاره هغه شرط دی چې د اسلام پېغمیر حضرت محمد (ص) څخه به خپل پريکون په ډاګه کوي.

د هغه په وېنا دوی دا کار نه شي کولی. ((دوی دوه ليسته جوړ کړي دي. يو عمومي ليست دی چې د مسلمانانو، عیسايانو، هندوانو او سيکانو لپاره دی. بل ليست يې زموږ لپاره بېل کړی دی. دا مذهبي تعصب دی. موږ حضور (ص) د خدای تر ټولو ښه نبي بولو. کليمه وايو. فقه او عقيده مو همغه شان ده. يوازينی فرق دا دی چې محمد (ص) ويلي وو چې په آخره کې به امام مهدي يا مسېحا راځي. موږ وايو چې هغه د حضرت ميرزا احمد په شکل کې راغلی دی. پاتې مسلمانان ورته لا هم انتظار کوي.))

که په دې اړه څه شکايت وي نو لومړی بايد په آيين او بيا د ټاکنو په قوانينو کې بدلون وشي.
خورشيد عالم

په پاکستان کې د ذوالفقار علي بوټو د وزيراعظمۍ پر مهال په ۱۹۷۴ کال کې احمديان په قانون کې غېرمسلمه اعلان شول. همداراز په ۱۹۸۴ کال کې په پاکستان کې د پوځي جنرال ضياالحق د حکومت پر مهال د شلم آرډيننس په نامه همدغه مسوده د قانون برخه شوه چې احمديان د قاديانيانو په نامه يادوي او ورته حکم کوي چې ځان ته مسلمانان ونه وايي.په نړۍ کې ګڼو اسلامي هېوادونو کې پر احمديانو د پاکستان پر شان بنديزونه شته دی. د سعودي عرب د مطبوعاتو تر مخه د هغوی د عقېدې لکه کبله احمديان نه شي کولی چې حج ته ورشي.

په پاکستان کې انتخابات د جولای په پنځه ويشتمه کېږي. د انتخاباتو کمېشن يو چارواکي خورشيد عالم مشال راډيو ته د جولای په ۱۷مه وويل چې دوی په ټاکنو کې د احمديانو لپاره فارمونه د پاکستان د آيين مطابق جوړ کړي دي. ((د دې مقصد دا نه دی چې د چا سره څه زياتی کېږي. د دې مقصد دا دی چې رايه ورکوونکي وښايي چې د کوم مذهب والا دی. موږ د هغه تعريف له مخې کار کوو چې حکومت په قانون کې د مسلمان او غېرمسلمان لپاره ليکلی دی. د انتخاباتو کمېشن مجبوره دی چې دغه قانوني ضرورت پوره کړي.))

پاکستاني مطبوعاتو د ۱۹۹۸ کال د سرشمېرنې په حواله ليکلي چې په پاکستان کې دوه لکه شپږ اتيا زره احمديان دي. په ۲۰۱۷ کال د شوې سرشمېرنې رسمي شمېرې نه دې په ډاګه شوې خو سليم الدين وايي چې د دوی شمېر خوا او شا پنځه لکه دی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر مهدي حسن د جولای په ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې د احمديانو سره د کيدونکي تعصب په اړه يې بيا بيا غږ پورته کړی او اوس هم وايي چې انساني حقونه يې بايد خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG