د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځینه امیدوارانې: کوهاټ ته به ګېس راولو


د کوهاټ ډویژن ښځینه امیدوارانې وایي چې راتلونکي انتخاباتو لپاره به د ښځو امروزه ژوند په مسلو کار کوي او کوښښ به یې وي چې د سویي ګېس بنیادي مسله هواره کړي.

د ټولټاکنو کمېشن د مالوماتو ترمخه ۲۰۱۸م کال ټولټاکنو لپاره د کوهاټ ضلعې دوه ښځینه امیدوارانې ولاړې دي.

یوه د قامي اسمبلۍ لپاره د ازادې امیدوارې په توګه د حلقه اېن اې ۱۴ او دوېمه صوبایي اسمبلۍ دوه حلقو لپاره د پي کې۳۷ او ۳۹ د پاکستان مسلم لیګ په جنرل ټکټونو ولاړه ده.

خو د یاد ډویژن هنګو او کرک سیمې یوه ښځینه امیدواره هم دې انتخاباتو ته نه ده ولاړه.

د ۲۰۱۳م کال په انتخاباتو کې د اې اېن پي له اړخه یوه ښځه په جنرل چوکۍ ولاړه وه.

د کوهاټ ، هنګو او کرک په مسلو کې د بنو غوندې د اوبو او تعلیم مسله ده.

دا ښځینه امیدوارانې وایي چې مسلې پخوانۍ دي خو د هوارولو لپاره پاملرنه غواړي.

مدیحه سرفراز بنګش د قامي اسمبلۍ حلقې اېن اې ۱۴ ولاړه ده نوموړې مشال راډیو ته وویل چې د کوهاټ په لوی مسلو کې سويي ګېس، د صحت سهولیاتو کموالی او په کلیوالو سیمو کې د تعلیم مسلې دي.

مدیحه وايي، چې په سیاست کې ځوانانو ته ډېره کمه برخه ورکول کېږي باید چې په عملي سیاست کې ځوانانو ته پام وشي.

د ټولټاکنو کمېشن وایي چې کوهاټ ضلع کې د ښځینه ووټرانو شمېر دوه لکه او څه د پاسه ۲۲ زره دې چې په کرک کې یو لک او څه د پاسه ۸۷ زره دې.

د کوهاټ ضلعې ښځې وایي چې نارینه امیداوارن نارینو سره ملاقاتونه وکړي یا ورته خپلې مسلې بیان کړي خو که ښځینه امیداوارنې مخې ته راځي نو د ښځو به یوازې اوریدل کېږي بلکې مسلې به یې هم هوارېږم.

نادیه وایي، د کلي ښځې خواهش لري چې څوک د دوی مسلې هم واوري او هغه هوارې کړي.

د خېبر پښتونخوا د ښځو د حقونو مبارزه کونکې مریم بي بي وایي چې په جنرل چوکو که ښځې راځي نو دا به په اسمبلیو کې د ښځو د مسلو او حقونو په اړه اواز پورته کولو کې ډېر کمک وکړي.

دا زیاتوي کومې ښځې چې په مخصوص چوکو راغلې وې نو هغې به د خپل ګوند خبرې کولې خو اوسنې امیدوارانې پوهه دي او د ښځو په مسلو هم پوهه دي.

مریم بي بي په وینا دې منزل پورې ښځو ډېر سفر او جدوجه د کړې دې خو سفر به یې تر هغه روان وي چې تر کله دوی ته خپله برخه نه ملاوېږي.

نور ولولئ

له بنو په لومړي وار ښځې پر جنرل چوکیو ولاړې دي

XS
SM
MD
LG