د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ناامنو سیمو زده کوونکو لپاره لیلیه جوړېږي


د سې شنبې په ورځ د خوست د یوې مرکزي لیسې په انګړ کې د یاد ولایت د ناامنو سیمو د سلګونو زده کوونکو د اوسیدو لپاره د لیلیې د څلور پوړیزې ودانۍ د جوړولو کارونه پیل شول.

د لیلیې یاده وداني چې د غرغښت لیسې په انګړ کې د افغان دولت له بودجې څخه د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي او ودانیزې چارې به يې په دوه کلونو کې بشپړې شي، د اوسیدو د کوټو په ګډون به د تفریح او مطالعې لپاره هم لازمې اسانتیاوې ولري.

د خوست د پوهنې ریاست چارواکي د زده کوونکو لپاره د لیلیې د پروژې پر پیل خوښي څرګندوي او زیاتوي چې پدې سره به د ناامنو سیمو سلګونو زده کوونکو ته د باکیفیته زده کړو زمینه برابره شي.

خوست کې هم یو شمېر سیمې او ولسوالۍ داسې دي، چې د امنیتي ګواښونو له کبله په کې زده کوونکي نشي کولی په منظم ډول ښوونځیو ته ولاړ شي او یا پوره زده کړې وکړي.

په همدې موخه د خلکو او ځايي ادارې د پرلپسې غوښتنو له کبله په خوست کې د ناامنو سیمو زده کوونکو لپاره د خوست ښار د غرغښت د تاریخي لیسې په انګړ کې د لیلیې د جوړولو چارې پیل شوې.

د خوست د پوهنې رييس نصیراحمد روښان مشال راډیو ته وویل، چې د دې لیلیې جوړیدل به د ناامنو سیمو زده کوونکو لپاره یو فرصت وي، چې په ارامه فضاء کې خپلې زده کړې وکړي.

ښاغلي روښان زیاته کړه:

''بدبختانه چې په یو شمېر ولسوالیو کې زموږ تنکي ځلمیانو د بیلابیلو امنیتي لاملونو له کبله نشوای کولی چې خپل درسونه ووايي، د دې لیلیې په جوړیدو سره به ۲۷۴ هغه د شرایطو سره برابر ځوانان چې په ولسوالیو کې امنیتي ستونزو له کبله زده کړې نشوې کولی، پدې ځای به له شته امکاناتو څخه د خپلو زده کړو د دوام لپاره استفاده وکړي.''

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي هم په خپلو خبرو کې د نا امنو سیمو زده کوونکو لپاره د لیلیې جوړول یو ښه پرمختګ وباله خو زیاته يې کړه، چې پدې ولایت کې زده کړو ته د ځوانانو لیوالتیا ډېره ده او دا یوه لیلیه ورته بسنه نه کوي.

حکم خان حبیبي د دې پروژې د تخنیکي مسایلو په باب هم مالومات وړاندې کړل او ويې ویل:

''د معارف د ترقۍ لپاره نن د غرغښت په تاریخي لیسه کې د لیلیې لپاره د یوې څلور پوړیزې ودانۍ ډبره ږدو، چې چارې يې نن عملاً پیلیږي، دغه ودانۍ چې ټول ۷۲ خونې لري، دا به د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت چې بودجه يې دولت ورکوي، کارونه به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړیږي، چې پدې کې ۲۷۴ د نا امنو سیمو زده کوونکي لیلیه وي.''

خوست والي وړاندې وویل، د پوهنې بهیر د ځايي ادارې په لومړیتوبونو کې دی او د دې بهیر د ښه والي لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.

په خوست کې د زده کوونکو د لیلیې د بنسټ ډبرې د کېښودو په موخه یوه غونډه هم جوړه شوې وه.

قومي مشر شاپور وویل، دا لیلیه به د ناامنو سیمو د زده کوونکو د زده کړو لپاره فرصتونه برابر کړي:

''دا یو زه نوی پیشرفت بولم هغه چا لپاره چې دوی غواړي تعلیم وکړي، خو د دوی په سیمو کې شرایط نه وو برابر، اوس به ډېر د کونډو او تور سرو زامن راشي، پدې لیلیه کې به اوسیږي، دوی لپاره دلته د خوراک، څښاک او تدریس ټول شرایط اماده وي، نو دا زموږ د ناامنو سیمو اوسیدونکو لپاره یو د خوښۍ زیری دی.''

که څه هم د خوست په شمېر سیمو او ولسوالیو کې نا امنی شته، خو د دې ولایت یو ښوونځی هم د زده کوونکو پر مخ نه دی تړلی.

دا پداسې حال کې ده، چې خواوشا لس میاشتې وړاندې هم د خوست د قومونو او سرحدونو چارو ریاست په انګړ کې د قبایلو د لیسې او لیلیې د ودانیو د جوړولو کارونه پیل شوي، چې تر راتلونکو دریو میاشتو به يې د ودانیزې چارې بشپړې شي.

تمه ده چې د قبایلو په لیسه او لیلیه کې به د پولې د پورې غاړې د قبایلي سیمو سلګونو ځوانانو ته هم د زده کړو او اوسیدو زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG