د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان مشرانو جرګې د داعش فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې


د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د نا امنۍ وروستۍ پېښې د مشرانو جرګې له تُند غبرګون سره مخ شوې.

د دغې جرګې غړیو د یکشنبې د ورځې (جولای ۱۵مې) په عمومي ناسته کې مرکزي حکومت تورن کړ چې د داعش ډلې په ځپلو کې پاتې راغلی دی.

د سناتورانو (سېنېټرانو) تر څرګندونو وروسته د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار وویل چې حکومت باید د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"د ننګرهار وضیعت د هېواد د نورو سیمو د حالت ترڅنګ دردونکی دی او تېره اوونۍ ډېرې بدې پېښې پکي وشوې، درې څلور پیښې په پرلپسې ډول پر معارف باندې وشوې او تکړه ښوونکي پکي ووژل شول، د معارف کور له دغو حملو بچ پاتې نشو له سیمه ییز او مرکزي حکومت نه مو غوښتنه داده چې د خلکو د ژوند او امنیت ساتلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او له غفلت نه ووځي."

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره چارشنبه (جولای ۱۱) د جلال اباد ښار د پوهنې پر ښاري مدیریت برید شو چې پکې څه باندې ۱۰ کسان ووژل شول.

له دې یوه ورځ مخکې هم په ننګرهار کې په یوه انتحاري برید کې چې مسؤلیت یې داعش ډلې په غاړه واخیست، ۱۲ کسان ووژل شول چې څو تنه یې ماشومان ول.

کونړ، ارزګان، نورستان، جوزجان، سرپل او فاریاب نور هغه ولایتونه دي چې د داعش د موجودیت او فعالیتونو خبره په کې کېږي، خو د مشرانو جرګې د غړو په خبره، ننګرهار چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د داعشیانو شتون او فعالیتونه په کې تر نورو ولایتونو ډېر دي.

تر دې مخکې، د ولسي جرګې غړو هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نا امنیو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په ناسته کې سناتورانو دغه شان وویل چې په ننګرهار کې د داعش د ګواښونو ترڅنګ د بدخشان زیباک ولسوالي هم د سقوط په حال کې ده.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ننګرهار کې د داعش ډلې د ځپلو او د بدخشان زیباک ولسوالۍ ته د ورپېښو ګواښونو د لمنځه وړلو په هدف عملیات روان دي او وسله والو مخالفینو ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ویلی دی.

د دغه وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش وویل:

​"زموږ عملیات په بټيکوت او بېلا بېلو سیمو کې روان دي او دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب هم ویل شوی، د بدخشان په زیباک کې زموږ ځواکونه حضور لري او دامهال جګړه روانه ده."

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دفاع وزارت په داسې حال کې په هېواد کې د دغې ډلې د ځپلو خبره کوي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې د جمهور رییس ځانګړې استازي ضمیر کابلوف تاس اژانس ته ویلي چې اوس په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر ۱۰۰۰۰ ته رسېږي چې دغه هېواد ته خطرناک دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کار پوه زلمی وردګ وايي، که حکومت د داعش د ځپلو او د یادې ډلې د ختمولو لپاره جدي عملي ګامونه وانه خلي، دغه ډله به لا پیاوړې او فعالیتونه یې پراخ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ، ازادي راډیو

XS
SM
MD
LG