د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټاکنو کې د ښځو د ووټ اچولو په اړه عامه پوهاوی


په پاکستان کې د نوې انتخابي قانو په اړه د ښځو د حقونو کارکونکي اداره عورت فونډېشن غړي.
په پاکستان کې د نوې انتخابي قانو په اړه د ښځو د حقونو کارکونکي اداره عورت فونډېشن غړي.

د پاکستان نوې انتخابي قانون په اړه د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې اداره عورت فاونډېشن وایي، د انتخاباتو تر نوي قانون لاندې به د ۲۵ جولای په ورځ د ښځو ګډون په اړه څارنه کوي.

د دې لپاره په مري کې د انتخاباتو نوي قانون په اړه له سیاستوالو، فعالانو او خبریالانو سره درې ورځنۍ غونډه وشوه چې یادې ادارې د امریکا د ولس مرستندویه ادارې یو اېس اېډ او خېبر پښتونخوا د ښځو وضعیت په اړه کارکونکې کمېشن په مرسته وکړه.

د دې غونډې په اړه د عورت فاونډېشن یوې ویاندې صایمه منیر مشال راډیو ته وویل،د دې غونډې رابللو مقصد سیاستوالې، فعالان او خبریال د نوې قانون په مهمو شقونو پوهه ول و.

د نوموړې په وینا چې اداره به یې نه یوازې د ښځو ګډون بلکې پاکې او رنړې ټولټاکنو په اړه به راتلونکې ورځو کې کار کوي.

نوموړې وویل، "د دې نوې قانون د شق نهم ترمخه چې ښځې به ارمرو ووټ اچوي او که ووټ شرح یې کمه وي نو هلته به انتخابات ناقانونه ګرځول کېږي. بل ۲۰۶ یو شق دې چې وایي سیاسي ګوندونه به پنځه فیصده برخه ښځو ته ورکوي نو داسې نور هم شقونه شته چې هغه ښځو سره تړل شوې دي."

په دې غونډه کې د نوې قانون تر لاندې د ښځو ووټ رجسټرډ کولو، ښځو ته په جنرل سیټونو پنځه فیصده ورکول، په ووټونو کې د ښځو لس فیصده د ووټ برخه، د ووت اچولو وخت، په مخصوص چوکو د ښځو منتخب کولو او د ښځو پر ستونزو خبرې وشوې.

په هم دې اړه مشال راډیو د خېبر پښتونخوا د ښځو وضعیت په اړه جوړ کړل شوي کمېشن مشرې نیلم تورو وویل، د نوې قانون مطابق کوښښ به یې وي چې ښځې خپل ووټ واچوي او دې مقصد لپاره یې د ضلعو په کچ جوړې کړل شوي کمېشنې به خپل رول لوبوي.

دې درې ورځنې غونډه کې د پېښور یو وسیدونکی نقاش بهټي وویل چې نوې قانون په اړه ورته مالومات ترلاسه شول او دا هم ورته مالومه شوه چې اقلیتونو ته به خاص اهمیت ورکړې کېږي.

نوموړي د نوې قانون شق ۴۸ دا وایي، د انتخاباتو کمېشن به د اقلیتونو د ووټ رجسټرېشن به خاص خیال ساتي. بل د اقلیتونو په مخصوص چوکو هم خبرې وشوې او موږ دا غوښتنه کوو چې د مخصوص چوکو په ځای دوی ته هم جنرل سیټونه ورکړي."

د عورت فانډېشن په وینا چې د خېبر پښتونخوا د ښځو د وضعیت په اړه جوړ کړل شوي کمېشن په مرسته به د ضلعو په کچ فعالانو ته رسېږي او د انتخاباتو ورځ راتلو نه مخکې به خلک په دې قانون پوهاوي.

XS
SM
MD
LG