د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر د ناټو پر غړیو هېوادونو نیوکي وکړې


د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ناټو د سرمشريزې په وخت د ده تر نيوکو وروسته د دې اتحاد غړي هېوادونه د دفاعي لګښتونو د زياتولو لپاره د پېسو په ډېرولو رضا شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ناټو د سرمشريزې په وخت د ده تر نيوکو وروسته د دې اتحاد غړي هېوادونه د دفاعي لګښتونو د زياتولو لپاره د پیسو په ډېرولو رضا شوي دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د بیلجيم په برسلز کې د ناټو له اتحاديانو سره د يو غېر پلان شوي بيړني ملاقات وروسته وويل چې د دې ايتلاف غړیو منلي چې له خپل وخت مخکې به د داخلي امدن دوه فیصده په دفاعي لګښتونو لګوي.

ناټو په ۲۰۱۴ کال کې ويلي ول چې تر ۲۰۲۴م کال به د خپل عايد دوه فيصده په دفاع مصرفوي.

ټرمپ زياته کړه چې ناټو به اضافي ۳۳ ارب ډالر د دفاع لپاره کاروي.

د هغه په وینا تر دې ژمنتياوو وروسته ناټو متحده، قوي او بې ستونزو ده.

رويټرز خبري اژانس په ناټو کې د خپلو سرچينو په حواله ويلي که د دغه اتحاد غړي دفاعي لګښت زيات نه کړي نو امريکا به په خپله لار ولاړه شي خو د فرانس ولسمشر ايمانويل مکرون دا رپورټونه رد کړې دي.

د رپورټونو ترمخه ډونلډ ټرمپ نن تر دې مخکې د ناټو په سرمشريزه کې د دې ايتلاف پر غړو هېوادونو بيا نيوکې وکړي.

رويټرز خبري اژانس د دوو هغو سرچينو له خولې چې نومونه يې نه دې اخيستې، ويلي چې ټرمپ د يورپ د تجارت او د ناټو غړو هېوادونو د دفاعي لګښتونو په طريقه کار تنقيد وکړ.

ټرمپ د جولای په دولسمه وويل چې ناټو بايد د ۲۰۲۵ کال پر ځای په سمدستي ډول د خپل کورني امدن دوه فیصده د دفاعي لګښت لپاره ورکړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پېښور کې د ملګرې وژنې ضد د نرښځیو مظاهره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG