د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيا چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي


د پکتیا چارواکي د احمدابا او زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د لسګونو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلېادعا کوي.

نن د پنجشنبې ورځې مازدیګر د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت مشال راډیو ته وویل، چې یاد عملیات تېره شپه او نن ورځ ترسره شوي او په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات اوس هم روان دي.

ښاغلي حسرت زیاته کړه، چې د احمدابا په ولسوالۍ کې ۵۵ وسله وال وژل شوي، چې په دې کې د طالبانو د سرې قطعې جنګیالي او د دوی یو شمېر قوماندانان هم شامل دي.

ده وویل، په زرمت کې د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات، چې اوس هم روان دی، د دوی د مالوماتو پر بنسټ په کې ۴۶ وسله وال وژل شوي دي.

ده د عملیاتو سیمې د زرمت شموزي، پاټک، هیبت خېل او یمني خېل یادې کړې.

د پکتیا د والي ویاند وویل، چې په زرمت کې د جګړې له اوضاعو داسې مالومیږي، چې ممکن په دې سیمه کې د وسله والو مرګ ژوبله تر دې هم لوړه وي.

ده وویل، چې په دې باب به نور مالومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د یادو عملیاتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG