د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکشن کميشن تر ټولټاکنو ښاروالان معطله کړې


د پاکستان الېکشن کميشن بورډ.
د پاکستان الېکشن کميشن بورډ.

د پاکستان ټاکنو کميشن په ټول ملک کې بلدياتي حکومتونه تر پنځويشتم (۲۵) جولايي پورې معطله کړي چې د کمېشن په وینا دا فېصله يې په هېواد کې د رڼو ټولټاکنو لپاره کړې ده.

د خېبرپښتونخوا د الېکشن کميشن وياند سهېل احمد نن د شورو په ورځ مشال راډيو ته وويل تر ايين لاندې په ملک کې ازادانه او منصفانه ټولټاکنې کول د الېکشن کميشن ذمه واري ده نو ځکه يې دا ګام پورته کړ چې د راتلونکو ټولټاکنو پر نتېجو هېڅوک هم اثراندازه نه شي.

د نوموړي وينا وه چې بلدياتي حکومتونه تر انتخاباتو معطله کولو غټه وجه دا ده چې ناظمان ېا د بلدياتي حکومت نور غړي په دې ورځو شپو کې په یوه سيمه کې څه قسمه ترقياتي کارونه شورو نه کړي چې له وجې د دوی ملاتړي کانديد ته ګټه ورسي نو ځکه کميشن پورا کوښښونه کوي چې راتلونکې انتخابات له هر ډول درغلیو پاک وکړي.

د سهېل احمد وينا وه چې کمېشن يې صوبايي حکومتونو ته ويلي دي چې د بلدياتي حکومتونو کارونه دې تر پنځويشتم (۲۵) جولايي پورې دوی کوي چې ولس د څه قسمه مشکلاتو سره مخامخ نه شي.

د ذکر ده چې په لومړي ځل الېکشن کميشن په ملک کې د ټولټاکنو له وجې د بلدياتي حکومتونو غړي چې پکې ضلعي ناظمان او کونسلران شامل دي تر انتخاباتو پورې معطله کړي دي، له دې وړاندې ېاد کميشن بلدياتي حکومتونو غړو ته په هېڅ قسمه انتخابي کمپاېنونو کې د برخې نه اخیستلو هم ويلي وو.

خبریال هارون رشيد وايي په تېرو وختونو کې به پر بلدياتي حکومتونو پر انتخاباتو د اثراندازه کېدلو تورونه لګېدل او دا ځکه هم صحيح وو چې ناظمانو او کونسلرانو به د ولس د خېر ښيګړې کارونو پرځای د خپلې خوښې کانديدانو لپاره کمپاینونه چلول خو اوس به داسې ممکن نه وي او د الېکشن کميشن دا یو ښه ګام دی چې پورته يې کړو.

د ذکر ده چې په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند زيات شمير غړي په بلدياتي ټاکنو کې کاميابه شوي وو، په مرکز او پنجاب صوبه کې د پاکستان مسلم ليګ ن، په سند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند او په بلوچستان کې د پښتونخوا معپ او ځنې نورو ګوندونو غړي په بلدياتي ټاکنو کې کاميابي ترلاسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG