د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي

په ننګرهار کې د پوهنې پر ښاري څانګه برید شوی.
په ننګرهار کې د پوهنې پر ښاري څانګه برید شوی.

د ننګرهار چارواکي وایي، نن ( چارشنبه) سهار نهه نیمې بجې چې د جلال اباد ښار پینځمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست په ښاري مدیریت برید شوی و، شاوخوا یوه نیمه بجه پای ته ورسېده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او لس نور یې ټپیان کړي دي چې اکثره یې د یاد ریاست کارکوونکي دي.

خوږیاڼی زیاتوي چې د پوهنې پر مدیریت درې تنو وسله والو برید کړی و، چې یو یې د امنیتي ځواکونو له لوری په ډوزو وژل شوی او دوه نورو یې ځانونو ته چاودنې ورکړي دي.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG