د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر یو لومړنی ښوونځی سوځول شوی


په افغانستان دې د انجونو تعلیمي ستونزه.
په افغانستان دې د انجونو تعلیمي ستونزه.

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې نن د سېشنبې ورځې سهار مهال د یاد ولایت د مرکز اړوند د شولک لومړنی ښوونځی سوځول شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب مشال راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې د ښوونځي ټول اسناد، میزونه، چوکۍ، کتابونه او نور توکي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

ده د پېښې مرتکبین د علم د رڼایی او پوهنې دښمنان بللي دي.

((نن سهار شپږنیمې بجې د لوګر د مرکز اړوند د شولک د نجونو او هلکانو لومړنی ښوونځی د وسله والو له لوري سوځول شوی، په دې کې د ښوونځي اته ټولګي، دوه اداري خونې، یوه تحویلخانه او په ښوونځي کې شته اسناد، میزونه، چوکۍ، د حاضری کتابونه، د زده کوونکو کتابونه او لابراتواري وسایل سوځول شوي دي.))

شاپور عرب زیاته کړه، چې یاد ښوونځی ۱۶ کال مخکې تاسیس شوی او دا مهال ۲۲۰ نجونې او ۴۲۰ هلکان په کې زده کړې کوي.

له څو ورځو د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې هم د ځايي چارواکو په وینا د وسله والو مخالفینو لخوا ۳۷ ښوونځي تړل شوي دي.

پدې اړه شاپور عرب وویل، چې دوی د سیمې له قومي مخورو، دیني عالمانو، ولایتي شورا غړو او د زده کوونکو له والدینو سره په اړیکه کې دي او تر دوه-درې ورځو به د محمداغې ولسوالۍ ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG