د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې د افغانستان سولې په اړه نړیواله غونډه


د افغانستان د سولې عالي شورا د غونډې نتیجو ته هیله منه ده
د افغانستان د سولې عالي شورا د غونډې نتیجو ته هیله منه ده

رپورټ: اکرام الله اکرام، ازادي راډیو

کابل - په سعودي عرب کې د اسلامي نړۍ د علماوو دوه ورځنی کنفرانس د جولای پر ۱۰مه پیلېږي.

دا غونډه پر داسې مهال کېږي په جون کې لومړی افغان حکومت او بیا طالبانو اوربند اعلان کړ چې د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون یې د نړۍ ګڼو هېوادونو او ملګرو ملتونو ملاتړ وکړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عرب کې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو غونډه به د جوړجاړي له بهیر سره زیاته مرسته وکړي.

د دغې شورا ویاند احسان طاهري د جولای پر نهمه مشال راډيو ته وویل چې افغان پلاوی دغه ناستې ته له یوه روښانه پيغام سره ورغلی چې د افغانانو د سولې غږ او د افغانستان فتوا ده.

سید احسان طاهري
سید احسان طاهري

طاهري زیاته کړه:

((دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی، افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده.))

د افغانستان د یو پلاوي په ګډون په‎ دې ناسته کې د اسلامي نړۍ ۱۲۰ عالمان برخه لري.

د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په‎دې ناسته کې د وسله‎ والو طالبانو استازي هم برخه واخلي.

خو وسله‎ والو طالبانو په‎ دې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له افغان عالمانو يې هم غوښتنه کړې چې پکې دې برخه نه اخلي.

تر دې اوربند وروسته د ازبکستان او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو چمتووالی وښود چې د افغان حکومت او وسله‎والو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې مرستې وکړي.

له دې سره، د جولای پر اتمه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د خپل سفر او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدلو پر مهال د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايي، اتمر په‎ دې ليدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان مرسته اړینه ده او له یاد هېواده‌ يې په‎ دې برخه کې د زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.

په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته په‎داسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل، انډونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، هغه پرېکړې چې د افغانستان په اړه په بېلابېلو کنفرانسونو کې کېږي باید د شعار تر کچې پاتې نه ‎شي.

د ولسي جرګې منشي عرفان‌الله عرفان وايي چې افغانان د سولې تږي دي او که افغان حکومت د سعودي عربستان له ناستې سمه استفاده و نکړي، دا ناسته به هم د تېر په څېر د افغان جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې بې‌ ګټې وي.

XS
SM
MD
LG