د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې ۳۹ پولینګ سټېشنونو حساس ګرځول شوي


په کورمه کې د ټول ټاکنو لپاره هلې ځلې.
په کورمه کې د ټول ټاکنو لپاره هلې ځلې.

په کورمه کې د الیکشن کمیشن دفتر چارواکي وايي، په سیمه کې د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره انتخاب شوي ۳۹ پولینګ سټیشنې داسې دی چې هغه حساسې ګرځول شوي دي.

د ایجنسۍ الیکشن کمشنر نصر الله خان د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دغه حساسې پولېنګ سټیشنې زیاتره په ۴۵ مه حلقه کې دي چې د ټول ټاکنو پر وخت د ترهګرۍ له خطر سره مخامخ کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې انتخاباتو د خوندي ساتلو لپاره یې ټینګ امنیت ڼیولی دی چې په کې ورته د پوځ مرسته هم ترلاسه ده.

د ۴۵مې حلقې ۳۸ او ۴۶مې ۲۵ امیدواران د مقابلې لپاره مخې ته راغلي دي.

د ۴۶ حلقې یو ازاد امیدوار ابرار حسین جان توري مشال راډیو ته وايي، د سیمې امنیت ښه ساتل یوازې د حکومت نه بلکې زموږ هم ذمه واري ده او زیاتوي چې خلک دی له حکومت سره پوره مرسته او تعاون وکړي چې راتلونکي ټول ټاکنې په کامیابې او امن ترسره شي.

خو بلخوا د متحده قبایل پارټۍ مشر او د ۴۵ حلقې امیدوار حبیب ملک مشال راډیو ته وايي، په داسې صورتحال کې حکومت دې له خپلې ذمه واري عافله پاتې نشي او هلته ورته داسې ماحول برابر کړي چې خلک په خوشالې او بې خوفه له خپلو کورونو ووځي او ووټونه واچوي.

د الیکشن کمیشن دفتر ترمخه، هلته په ۴۵ او ۴۶ حلقو کې د راتلونکې انتخاباتو لپاره تر ۲۵۰ سوو پولینګ سټیشنې جوړ کړل شوي دي.

په هغه حلقو کې تر ۳ولکو او ۲۷ زرو زیات کسان د ووټ اچولو حق لري او هغوي به د جولای پر ۲۵ نېټه د قامي اسمبلۍ لپاره خپل نماینده ګان ټاکي.

XS
SM
MD
LG