د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: پخواني وزیراعظم ته په ټاکنو کې د سيالۍ اجازه ورکړل شوه


شاهد خاقان عباسي د لاهور هايي کورټ څخه بهر روان دی

لاهور هايي کورټ د امېدوارانو يا کانديدانو د کاغذونو د اروزنې انتخاباتي ټریبيونل هغه پرېکړه رد کړې چې د مسلم لېګ (ن) يو مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي يې د ټول عمر لپاره له سياسته منع کړی وو.

ټريبيونل ويلي وو چې د هغه اسناد مکمل نه دي او صادق او امين نه دی پاتی خو هغه ته د دې پرېکړې خلاف د اپېل کولو حق وو.

عباسي د جولايي په پنځمه په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې د مسلم لېګ (ن) خلاف سازشونه روان دي خو بريا به د دوی وي. ((الحمدلله عدالت راته اجازه راکړه چې له اين ای ۵۷ څخه ټاکنو کې برخه واخلم. په بله حلقه اين ای ۵۳ څخه به هم سيالي کوم. له دواړه به زموږ ګوند کامیابېږو. قوم ته به دا سازشونه مخې ته ږدو. فېصله به عوام کوي. په تېرو وختونو کې هم په انتخاباتو کې لاسوهنې شوې دي. دا د نګران حکومت او ټاکنو کمېشن دنده ده چې شفاف او غېر جنجالي انتخابات وکړي.))

د مسلم ليګ (ن) پر ځينو نورو لوړپوړو غړو د درغليوو تورونو دي. له همدې کبله هغوی په ټاکنو کې له ودرېدو منع کړل شوي دي. همداراز پر پخواني وزيراعظم او د دې ګوند پر قايد، نوازشريف هم د مقدمو له کبله هغه د ټول عمر لپاره له سياسته منع شوی دی. شاهد خاقان عباسي وويل چې د نوازشريف نه شتون دروند دی خو د دوی ګوند د يو کس پورې محدود نه دی.

نوموړي زياته کړه: (( د نوازشريف کمی به محسوسوو خو د ګوند مشران موجود دي او شکر دی زموږ په ګوند کې دومره ژوروالی شته دی چې د ټاکنو کمپاين وکړو. انشاالله په انتخاباتو کې به بريالي کېږو.))

د پاکستان پخواني وزيراعظم نوازشريف پر عدليې تور پورې کړی چې په ټاکنو کې د مسلم لېګ (ن) د بريا مخنيوي لپاره پر دوی بې ځايه مقدمې روانې ساتي او د پوځ استخباراتي اداره (آيي، ايس، آيي) يې تورنه کړې چې د دوی امېدوارانو ته يې په انتخاباتو کې د برخه نه داخیستو لپاره فشار اچولی دی. آيي، ايس، آيي او عدلیې د دې تورونو په اړه څه نه دې ويلي خو د پاکستان چېف جسټس او پوځ په بېلابېلو وختونو کې د شفافو ټاکنو کېدو ژمنتيا ښودلې او ويلي يې دي چې د هيڅ ګوند خلاف نه دي بلکې د هېواد ګټې ورته مهمې دي.

XS
SM
MD
LG