د لاسرسي ځای

تازه خبر

شعېب وزیر وايي د خپلې خاورې لپاره ډېر څه کول غواړي


شعېب وزیر موسیقار او مجسمه ساز دی
شعېب وزیر موسیقار او مجسمه ساز دی

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ په خپرونه کې مو یو ځوان هنرمند مېلمه دی.

شعېب وزیر د وزیرستان دی چې په بنو کې اوسېدلی او وروسته بیا د لوړو زده کړو لپاره لاهور ته ورغی. دې ځوان په لاهور کې د ښکلو هنرونو یا فاین ارټس پوهنځی ولوست او وروسته بیا د پنجاب پوهنتون د هنر او ډېزاین په څانګه کې استاد شو.

دا انځور شعېب وزیر جوړ کړی او ورته یې ((بربنډ لاس)) نوم ورکړی.
دا انځور شعېب وزیر جوړ کړی او ورته یې ((بربنډ لاس)) نوم ورکړی.

شعېب وزیر نه یوازې موسیقار دی بلکې مجسمې هم جوړوي. دی رباب، ګېټار او هارمونییم غږوي، شعر لیکي، د سندرو طرز جوړوي او خپله سندرې هم وايي.

شعېب وزیر په یو نوي او جلا طرز سندرې جوړوي او په موسیقۍ کې یې د یو شمېر رنګونو او قسمونو په یو ځای کولو نوښت یا اېنوېشن کړی دی.

د شعېب وزیر بله مجسمه
د شعېب وزیر بله مجسمه

شعېب وزیر موسیقي یوازې د شوق لپاره کوي او اوسمهال د ډېورنډ لاین یا ډېورنډ کرښې په نوم د یوه البوم د خپرولو په چارو بوخت دی. د ده سندرې لا خپرې شوې نه دي.

وزیر وايي، د موسیقۍ روح راګ دی او دی نه یوازې د پښتنو بلکې په نړیوال کچ د خلکو ستونزو ته پام کوي او په هنر کې یې د نغاړلو هڅې کوي.

له نوموړي سره خبرې او د ده موسیقي د غږ په ځای کې واورئ.

شعېب وزیر، د ده هنر او موسیقي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:47:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG