د لاسرسي ځای

تازه خبر

فېصل: د اېلس وېلز اسلام اباد سفر ډېر ګټور وو


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا مرستیالې وزیرې اېلس وېلز له پاکستاني چارواکو سره ملاقاتونو پر مهال په دوه اړخیزو اړیکیو د سیمې په امنیتي وضعیت او د پاکستان او امریکا ترمنځ همکاری په اړه یې خبرې کړې دي.

د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل وينا وه د اېلس وېلز پاکستان سفر ډېر ګټور وو ځکه چې خپل سفر پر مهال يې له پاکستاني چارواکو سره ډېر تفصيلي ملاقاتونه وکړل او د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په روانو حالاتو يې تفصيلي خبرې وکړې.

د نوموړي وينا وه، د پاکستان له خارجه سيکترې سره يې ملاقات کې خپلمېنځي اړيکو علاوه د سېمې امنيت او خصوصا د افغانستان په حالاتو هم خبرې وکړې د ورکوټي اختر په موقعه د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځه اوربند او ولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو ته د مذاکراتو وړانديز کولو هم د خيالاتو بدلون وکړې شو، د ملاقات پر مهال د پاکستان خارجه سيکترې په افغانستان کې امن او سوکالۍ لپاره د هر قسمه مرستو باور ورکړل.

د ذکر ده چې اېلس وېلز د جولای له لومړۍ درېیمې نیټې پورې په اسلام اباد کې وه.

پاکستان ته تر سفر مخکې اېلس وېلز د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي وو وسله والو طالبانو لخوا د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه ویل د منلو وړ نه دی پکار ده پاکستان په دې لړ کې خپل اثر او رسوخ وکاروي او طالبان دې مذاکراتو ته اماده کړي.

د دې پښتنې په ځواب کې چې ایا افغان طالبان د خبرو ميز ته راوستل د پاکستان ذمه واري ده ډاکټر فېصل وايي، یوازې زموږ ذمه واري نه ده بلکې موږ خو بار بار دا وایو چې افغانستان کې څومره اثر لرونکي خلک ېا ډلې دي هغوي دې په ګډه سره دا کوښښونه وکړي چې افغان طالبان د خبرو ميز ته راولي او دې لړ کې پاکستان خپل کردار ادا کولو ته تيار دې.

مشال راډيو چې کله د خبرېال او افغان چارو نظر لرونکې طاهر خان نه تپوس وکړو چې پاکستان تر کوم حده په افغان طالبانو اثر او رسوخ لري چې د مذاکراتو ميز ته يې راولي نو نوموړې وايي، د پخوا په نسبت اوس په طالبانو د پاکستان دومره اثر نه دې پاتې او پاکستان پخپله هم دا منلې ده.

د نوموړي په وينا چې د نړۍ د نورو یو شمېر ملکونو لکه روس، چين، ايران او د مېنځني اسيا ملکونه هم له طالبانو سره رابطې لري او که دا ټول رایو ځای شي او طالبان وهسوي نو امکان لري چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني او څه مثبتې نتېجې يې راووځي.

د یادونې ده چې اېلس وېلز په داسې وخت کې د پاکستان سفر کړی چې په دې وروستیو کې د امریکا او افغان حکومت له خوا پر افغان طالبانو د خبرو اترو لپاره فشار زیات شوی دی.

افغان حکومت او طالبانو له خپلو خواوو په دې وروستیو کې اوربند هم اعلان کړی و چې د امریکا او پاکستان په ګډون یې ډېرې هېوادونو هرکلی وکړ او د دغې لړۍ د غځېدو هیله یې وښوده خو لومړی وسله والو طالبانو اوربند پای ته ورساوی او بیا یې هم افغان ولسمشر اشرف غني د ختمولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG