د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست د بې پولې ډاکټرانو په زیږنتون کې د ولادتونو شمېر یو لکو ته ورسید


په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې د سلو زرو نویو ماشومانو د پیدا کیدو لمانځنه وشوه.
په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون کې د سلو زرو نویو ماشومانو د پیدا کیدو لمانځنه وشوه.

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زیږنتون چې شپږ کاله وړاندې يې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړی، د نویو زیږیدلو ماشومانو شمېر په کې یو لکو ته ورسید.

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو زېږنتون چې شپږ کاله وړاندې يې په یاد ولایت کې فعالیت پیل کړی، د نویو زېږیدلو ماشومانو شمېر په کې یو لکو ته ورسید.

په یاد روغتون کې په اوسط ډول هره ورځ اتیا ولادتونه کېږي، چې ۱۵سلنه يې پيچلي او اختلاطي ولادتونه وي، پخوا د پيچلو او اختلاطي ولادتونو له کبله د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه وه.

یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ د بې پولې ډاکټرانو د ادارې چارواکو مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د طبي چارو رييسې اېل یانه وویل، چې په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په ۲۰۱۲ کال کې پرانیستل شوی اودوه اونۍ مخکې په دې روغتون کې د ۱۰۰ زرو نویو ماشومانو د پیدا کیدو لمانځنه وشوه.

د دې په وینا چې هره میاشت په زېږنتون کې شاوخوا ۲۵۰ پيچلي او اختلاطي زېږونونه کېږي او پاتې نور ولادتونه نورمال دي.

نوموړې زیاته کړه، د دوی د تخمین له مخې د ټول خوست ۴۰ سلنه ولادتونه په MSF یا د پولې ډاکټرانو په روغتون کې ترسره کېږي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې روغتونونه لري، چې د یادې ادارې د مسوولینو په وینا لوی زیږنتون يې په خوست دی او تر ټولو زیات ولادتونه هم د خوست په زیږنتون کې شوې دي.

دوی وايي، چې MSF له ۱۹۸۰ زیږدیز کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري او خپلې پروژې او برنامې د خلکو د اړتیاوو پر اساس انتخابوي، خوست هم ځکه انتخاب شوی، چې دلته د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه وه.

په خوست کې د MSF مسوولین زیاتوي، چې د دوی په مرسته نورمال ولادتونه د ولسوالیو په یو شمېر روغتیايي مرکزونو کې هم ترسره کېږي، خو هغه میندې چې پيچلي او غیرنورمال ولادتونه لري، په دې روغتون کې ورته د ماشومانو د پیدا کېدو پوره اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د دوی په وینا یاد روغتون د بیړنیو چارو طبي اداره ده، چې ډېره پاملرنه يې اختلاطي زیږونونو ته ده، تر څو د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

هغوی وړاندې وايي، نورمال ولادتونه په هغو پنځو روغتیايي مرکزونو کې چې MSF ورسره مرسته کوي، په کافي اندازه ډېر شوي او ډیری هغه کورنۍ چې له ښاره په ډېر واټن کې دي، اوس په خپلو نږدې سیمو کې یادو مرکزونو ته مراجعه کوي.

په خوست کې د بې پولې ډاکټرانو د زیږنتون یوه تنه روغتیاپاله نجمه وايي، چې دوی د مور او ماشوم د روغتیا په اړه د ښځو او نارینه وو د عامه پوهاوي ټیمونه ګمارلي، چې هغوی د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته ځي او میندو ته وزده کوي، که اختلاط رامنځته کیږي میندې باید څه وکړي او د ولادتونو تر منځ مصون واټن باید څومره وي.

په خوست کې ولایتي روغتون، د ولسوالیو روغتیايي مرکزونه او نور صحي کلینکونه هم د ولادتونو لپاره خدمتونه لري، خو بیا هم ډیری ناروغ لرونکي هڅه کوي، چې د خوست د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته خپل ناروغان ورولي.

د بې پولې ډاکټرانو د طبي چارو رييسه اېل یانه وايي، خلک پدې باور دي چې پدې روغتون کې د پيچلو ولادتونو ښې اسانتیاوې شته او د دوی دا باور پر ځای دی.

دې وايي، امیندوارې میرمنې باید له ولادت مخکې روغتونو ته ولاړې شي او مالومه کړي، چې ولادت يې اختلاطي دی او که نورمال دی، کچیرې نورمال وي نو ښه داده چې خپلو نږدې کلینکونو ته مراجعه وکړي او که ولادت يې مغلق وي، نو د بې پولې ډاکټرانو د روغتون دروازه يې پر مخ خلاصه ده.

د دې په وینا MSF به یوه ورځ له دې ځایه ځي، خو د دوی کوښښ دادی چې دلته روغتیايي سیمستمونه پیاوړي کړي، تر څو خلک وکولی شي په ډاډ سره خپلو دایمي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي او د دې روغتون ځای هغوی ډک کړي.

دا چې د دوی د فعالیتونو پر وړاندې ننګونې کومې دي، اېل یانه يې په اړه وویل، چې د دوی د روغتون ناروغان د هرې ورځې په تېریدو سره ډېریږي او کله چې ناروغان ډېریږي، په طبعي توګه په کیفیت اغېز پرېباسي، نو کچیرې د دوی نورمال ناروغان ډېر شي، بیا د پيچلو ولادتونو پر خدمتونو هم اغېز کوي.

همدارنګه بیا نجمه وايي، چې په خوست کې د دې روغتون له فعالیدو وروسته د مور او ماشوم په مړینه او یا هغوی ته په عرضه کیدونکو خدمتونو کې د پام وړ ښه والۍ راغلی دی.

په خوست کې د روغتیا په برخه کې یوه مهمه ستونزه د ماشومانو د یو مجهز اختصاصي روغتونونو نشتون دی، اېل یانه دا ستونزه مني او زیاتوي چې دوی د بې پولې ډاکټرانو روغتون په چوکاټ کې یو ۲۳ بستریز روغتون لري، خو که دلته يې معالجه ستونزمنه وه، نو ناروغ ماشومان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لیږي.

د دې په خبره چې MSF لخوا د خوست ولایتي روغتون سره هم د ظرفیتونو د لوړولو او دواء درملو په برخه کې مرسته کیږي.

XS
SM
MD
LG