د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف: عدالت دې زما تر راتګه د فيصلې اورول وځنډوي


د پاکستان پخواني وزيرعظم او د مسلم ليګ (ن)رهبر نواز شريف له احتساب عدالته خواست کړی دی چې دده او اولادونو پرضد د کرپشن د مقدمې د فيصلې اورول دې تر څو نورو ورځو پورې وځنډوي.

د احستاب عدالت د سېشنبې پر ورځ د ايون فيلډ په نوم د کرپشن فيصله محفوظه کړې وه او ويلي وو چې د جولايي پر شپږمه نېټه به يې اعلانوي.

نوازشريف دا وخت د خپلې مېرمنې کلثوم نواز د درملنې لپاره په لندن کې دی.

زه غواړم د ولس په منځاو د هغو په ګواه جوړولو سره په عدالت کې ولاړ دا فيصله واورم. زه پوځي امر نه يم چې مېدان پرېږدم او وتښتېدېږم.
نوازشريف

نوموړي د چارشنبې مازيګر په لندن کې د ځانګړې خبرې غونډې پر مهال له عدالت وغوښتل چې ډاکټرانو ور ته ويلي چې د مېرمنې روغتيايي حالت به يې په راتلونکيو څو ورځو کې ښه شي نو د ده په وينا ځکه له عدالته خواست کوي چې د خپلې خوندي کړې فيصلې اورول دې تر یو څو ورځو وځنډوي.

هغه زياته کړه چې د تېرو څو مياشتو په موده کې د کرپشن په دې مقدمه کې سره له خپلې لور مريم نواز تر ۱۰۰ ځله زيات عدالت ته حاضر شوی دی او غواړي چې عدالت دا فيصله د هغه په موجودګی کې واوري.

نوازشريف وويل،

''زه غواړم د ولس په منځ او د هغو په ګواه جوړولو سره په عدالت کې ولاړ دا فيصله واورم. زه پوځي امر نه يم چې مېدان پرېږدم او وتښتم. زه د ولس استازی يم، د پاکستاني ولس استازی يم او بزدلي به و نه کړم چې خپل قام ناهيله کړم. ووټ ته د احترام ورکولو په دې مشن کې زه له خپل ولس سره ولاړ يم او ولس له ماسره.''

نوازشريف ویلي که يې عدالتي فيصله په حق يا خلاف کې راغله خو دی به په دواړو حالتونو کې هرو مرو پاکستان ته ستنېږي.

په پاکستان کې ډېر ناوړه حالات دي. تاسو راته ووياست چې ايا مطبوعات ازاد دي، چا مطبوعات قيد کړې ده، نن پر مطبوعاتو چا قبضه کړې ده، ولې په پاکستان کې مطبوعات ازاد نه دي.؟
نوازشريف

کله چې نوازشريف خپل ليکلی بيان ختم کړ نو له هغه يوشمېر پوښتنې هم وشوې.

د يوې پوښتنې په ځواب کې نواز شريف وويل چې په پاکستان کې د ولسي واک او اختيار په اړه خپل پیل کړی مشن به سر ته رسوي چې د ده په وينا دا ډېر ګران کار دی خو دی هرې قربانۍ ورکولو ته تيار دی.

هغه زياته کړه چې د دې مشن لپاره تر ۱۰۰ ځله زيات عدالت ته حاضر شوی دی او تاسو ووایاست، بل څوک شته چې دومره ډېر ځله عدالت ته وړاندې شوی وي؟

نوازشريف وويل، په پاکستان کې د نورو پخوانيو وزيراعظمانو پرضد هم د احتساب ادارې نېب د کرپشن مقدمې جوړې کړې دي خو هغوی په تېرو پنځو کلونو کې يوازې درې درې ځله عدالت ته حاضر شوي دي.

په پاکستان کې د مېډيا/مطبوعاتو د نااعلان شويو بنديزونو په اړه نوازشريف د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، اوس خو ټوله نړۍ دا خبره کوي چې په پاکستان کې مطبوعات تربندېز لاندې دي. دی زیاتوي ''په پاکستان کې ډېر ناوړه حالات دي. تاسو راته ووياست چې ايا مطبوعات ازاد دي، چا مطبوعات قيد کړې ده، نن پر مطبوعاتو چا قبضه کړې ده، ولې په پاکستان کې مطبوعات ازاد نه دي.؟ او دا خو يوازې زه نه وايم بلکې د نړۍ ټوله مېډیا دا خبره کوي. هغه څوک دي چې دا کارونه کوي، د چا يې ټيليويژن چېنل ور تړلی دی، د چا يې اخبار وربند کړی دی، د چا په اخبار کې پر ليکلو بندېز دی، چا چې به ښې مقالې ليکلې او بيا به يې پر ټويټر پاڼه شريکولې اوس د هغوی د ټويټونو مخنيوي لپاره هم کوششونه روان دي.''

د احتساب ادارې نېب پر نوازشريف او اولادونو د کرپشن درې مقدمې جوړې کړې چې پکې يوه هم ايوين فيلډ نومي مقدمه ده چې په اړه يې د احتساب عدالت د سېشنبې پرورځ خپله فيصله محفوظه کړې وه.

د پاکستان سپريم کورټ د ۲۰۱۷مه کال د جولايي پر ۲۸مه نېټه نوازشريف د پانامه اسنادو په مقدمه کې نااهله ګرځولی وو او په فيصله کې يې احتساب ادارې نېب ته حکم کړی وو چې د هغه او اولادونو پرضد دې د کرپشن مقدمې جوړې کړي.

له دې وروسته نېب پر نوازشريف او اولادونو د کرپشن درې مقدمې جوړې کړې چې پکې يوه هم ايوين فيلډ نومي مقدمه ده چې په اړه يې د احتساب عدالت د سېشنبې پر ورځ خپله فيصله محفوظه کړه.

د نېب څارنوال عدالت ته ويلي چې نواز شريف د لندن په ايوين فيلډ پارک لېن کې څلور اپارتمانونو اخيستي دي خو نواز شريف وايي چې اپارتمانونو يې په جایزو پېسو رانيولي دي.

XS
SM
MD
LG