د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملي مسلم لیګ پارلمان ته تګ څه مانا لرلای شي؟


په پاکستان کې د ټاکنو هلې ځلې.
په پاکستان کې د ټاکنو هلې ځلې.

د پاکستان ملي مسلم لیګ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره یې د الله اکبر تحریک تر سیوري لاندې ټول ۲۶۰ کاندیدان درولي دي.

د یاد ګوند ویاند احمد ندیم اعوان د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي چې د دوي په امېدوارانو کې دیارلس مېرمنې هم شاملې دي.

ملي مسلم لیګ د جماعة الدعوه سیاسي څانګه ده پر کومه چې د پاکستان حکومت بندیز لګولی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان د داسې کسان پارلمان ته تګ څنګه ارزوي.

د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي ، که د ملي مسلم لیګ په نامه دې ډلې غړي خپل فکر بدل کړی وي او د ټوپک پر ځای پر جمهوریت باور لري نو بیا مسله نه ده خو که دوي اوس هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ وي نو بیا یې پارلمان ته تګ ناوړه پایلې لرلای شي.

په پاکستاني ټولنه کې پر سخت دریځۍ ژور نظر لرونکی لیکوال ډاکټر خادم حسېن وايي ، هسې خو پارلمان ته تګ یو جمهوري حق دی خو مهمه دا ده چې دا ډله اوس څه دریځ لري.

د ده په وینا، که یې رښتیا هم جمهوري فکر خپل کړی وي خو ښه خبره ده ګني نو د ده په وینا پارلمان ته لاره پیدا کول یې خطرناک کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې ملي مسلم لیګ د لښکر طیبه پخواني مشر حافظ سعید جوړ کړی وو خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن یې د ګوند په توګه له رجسټر کولو انکار کړی وو.

د دې لامل دا وو چې پر حافظ سعید تور دی چې په ۲۰۰۸م کال کې یې د هند په ممبۍ کې بریدونه کړي وو په کوم کې چې تر ۱۶۶ زیات کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG