د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سیاسي مشران وايي، حکومت باید د دوی امنیت باوري کړي


د پاکستان پوځي سرتېري.
د پاکستان پوځي سرتېري.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قومي ادارې – نیکټا – چارواکو د سېشنبې په ورځ د سېنټ کمېټۍ ته ویلي چې د ترهګرو له خوا د دولس خطرونو په اړه رپوټونه دي چې شپږ پکې کې سیاست والو ته پېښ دی.

یادې ادارې ویلي چې په دې اړه یې د ملک ټولو اړوندو ادارو او صوبايي حکومتونو ته خبر ورکړی دی.

خو د پاکستان یو شمېر سیاست وال وايي ، داسې خبرونه د دوي په وینا د راتلونکو عامو انتخاباتو د متاثره کولو مانا لري.

د دوي په وینا ، په ملک کې د ترهګرۍ مخنیوی کول او امن پر ځای ساتل د ریاستي ادارو زمه واري ده.

د جماعت اسلامي مرکزي مخکښ پروفیسر ابراهیم مشال راډیو ته وویل ریاستي ادارې باید داسې خبرې په داسې توګه وکړي چې په عام ولس کې وېره خپره نه کړي.

نوموړي وویل چې یادې ادارې د جولايي پر نهمه نېټه غونډه رابللې ده کومه چې د ده په وینا ښايي د هم دې په اړه وي.

پروفیسر ابراهیم وویل په کار ده چې ریاستي ادارې داسې خبرونه عام نکړي بلکې تر سیاسي مشرتابه او اړوندو چارواکو یې محدود وساتي.

د عوامي نشنل ګوند مخکښ او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي ، پوښتنه دا ده چې دا د ترهګرۍ خطرې ولې له منځه نه دي وړل شوې؟

د ده په وینا ، که چېري د ټولو ګوندونو په سلا جوړل کړل شوي نشنل ایکشن پلان عمل شوی وای نو اوس به داسې خطرې نه وای.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ سنېټر عثمان کاکړ وايي، دا د هغو ګوندونو له انتخاباتي هلو ځلو ګرځولو یو دسیسه ده کوم چې د ده په وینا په ملک کې د جمهوریت او د قامونو د حقونو لپاره رښتونې مبارزه کوي.

ده وویل، حکومت باید له سیاسي ګوندونو سره کښېني او د هغوي په وړاندې ممکنه خطرونه له منځه یوسي.

نګران حکومت د واک ترلاسه کولو وروسته هوډ ښودلی وو چې په ملک کې به ټولو سیاسي ګوندونو ته د انتخاباتي هلو ځلو لپاره برابره فضا جوړوي او په ملک کې به د شفافو انتخاباتو ترسره کېده باوري کوي.

تاکل شوې ده چې په پاکستان کې د روانې جولايي میاشتې پر ۲۵مه عام انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG